د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل علماء کانفرنس ته نه ځم. ابوهریره




د پاکستان د علماء يوې ډلې مجلس صوت اسلام مشر مفتي ابو هريره محي الدين د افغانستان د سولي عالي شورا ته په یو استول شوي لیک کې ويلي دي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد کومې خبرې کېږي او د هغوی لپاره چې کوم القابات کارول کېږي نو د دې له وجې به دوی په کابل کې د پاکستان او افغانستان د عالمانو د مجوزه ګډې غونډې نه بايکاټ کوي ،

ابوهریره محي الدین چې د کراچۍ ښار په کلفټن سيمه کې د يوې مذهبي مدرسې مهتمم دی، له څخه وپوښتل شول چې هغه کوم القابات دي چې دوی د بايکاټ کولو پرېکړې ته مجبوره کړل.

هغه وویل:

(( کله چې له افغانستانه يو پلاوی پاکستان ته راغلی وو نو هغه وخت يوه لوظنامه شوې وه چی دغه د علما کانفرنس به بېطرفه وي، نه به د چا پر ضد وي او نه به د چا په حمايت کې وي، بلکې دا کانفرنس به د امن، سولې او زغم په اړه وي. هم په دې ايجنډه خبره او تفاهم شوی وو ، خو اوس داسې خبري کېږی چی دا کانفرنس به د کرزي د حکومت د حمايت لپاره کارول کېږی. نو ځکه ما اوس دا خط ليکلی دی چی که دا کانفرنس د چا حمايت او يا مخا لفت کې نه وی نو بيا به په کې موږ ښه په بشپړه توګه ګډون کوو.))

مفتي ابو هريره زياته کړه چی د دوی اداره مجلس صوت اسلام د ۱۵۰۰ ځوانانو عالمانو يوه ډله ده.

چې کله مو د افغانستان د علما د شورا يو غړي مولوي شهزاده شاهد نه د مفتي ابو هريره د خط او د هغه د هغه اعتراض چې ګوندې دغه مجوزه کانفرنس به د کرزي حکومت په حمايت او د طالبانو پر ضد کارول کېږي په اړه وپوښتل نو هغه وويل.

(( ګوره هلته(پاکستان) کې چی کوم پریس کانفرنس وشو ، او په خپله مفتي ابو هريره په کې موجود وو او هغه نکات چې په خپله ابو هريره صيب اعلان کړه، هم هغه نکات په کابل کې د افغانستان د علماء لخوا اعلان شول او ميډيا ته ورکړل شول. په هغو نکاتو کې دا وو چې دا کانفرنس به په کابل کې کېږي.د مارچ په مياشت کې به کېږي. ۲۵۰ علما به له پاکستانه وي او ۲۵۰ به له افغانستانه ، نو طالبانو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکول کېږي، او ميډیا به هم په کې وي.او نه به د چا حمايت او يا مخالفت کې فتوا ورکول کېږي.

مولوي شهزاده شاهد دا هم وويل چې دوی به خپلې هڅې جاري ساتي او په دې لړ کې چی کومې غلط فهمۍ دې د هغو د له مينځه وړلو به هم هڅه کوي.

روانه مياشت د افغانستان د علماوو يوې ډلې پاکستان ته په دې موخه سفر کړی وو چې په کابل کې د علما وو د يوی ګډې غوندې لپاره لاره هواره کړي.
XS
SM
MD
LG