د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د شیعه مسلکه هزاره ګانو نسل وژنه روانه ده؟


پامیر ساحل

پراګ - د شنبې یا خالي پر ورځ په کوټه کې په شوې چاودنه کې له ۸۰ زیات کسان ووژل شو. همدا راز، د جنورۍ په میاشت کې په دوو چاودنو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. په دې وژل شویو کې زیاتره شیعه مسلکه هزاره ګان ول. تر دې مخکې هم د هدفي وژنو په پېښو کې هزاره ګان په نښه کېدل.


د دې پېښو په غبرګون په پاکستان کې یو شمېر سیاستوالانو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او کار پوهانو د هزاره ګانو وژنو ته د نسل وژنې نوم ورکړ.

ایا دا ریښتیا هم نسل وژنه ده؟ په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګې مشر ډاکتر اعجاز خان مشال راډیو ته وویل چې په نړیواله توګه چې په څه ډول نسل وژنه تعریفېږي د هغې تر مخې خو د هزاره ګانو وژنې ته هم توکم وژنه ویل کېدای شي.

په لاهور کې د لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز د سیاسیاتو د څانګې استاد او د سیاسي حقونو فعال ډاکتر تیمور رحمان هم له پوهاند اعجاز خټک سره همنظره دی او وايي چې دا ریښتیا هم د شیعه ګانو نسل وژنه روانه ده.

ډاکتر تیمور رحمان وايي، اصلاً دا یوازې د شیعه ګانو مسله نه ده. بلکې په پاکستان کې کورنۍ جګړه روانه ده:

((زه له دې سره لږ مخالف یم. په پاکستان کې دا یوازې د شیعه ګانو پر ضد نه دی. په لاهور کې احمدیان په نښه شول. همد راز، د صوفیانو پر مزارونو حملې وشوې. لکه پر داتا دربار، عبد الله شاه غازي، او بیا د رحمان بابا پر مزار حملې وشوې. او بیا په خیبر پښتونخوا کې دننه د عوامي نیشنل ګوند ازاديپاله او ترقي خوښي کسان په نښه کېږي. نو زما په نظر دا یوازې د شیعه ګانو وژنه نه ده، بلکې زما په فکر د پاکستان دننه یوه لویه کورنۍ جګړه روانه ده.))

ډاکتر تیمور رحمان وايي، په پاکستان کې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د جګړې پر وخت او تر هغې وروسته بیا په دې تېرو لسو کالونو کې تر ټولو زیات پښتانه ځپل شوي دي او اصلاً د پښتنو نسل وژنه روانه ده.

پوره رپورټ لاندې واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په کوټه کې قانون پوه، د بشري او سیاسي حقونو فعال چې پر ټوېټر د مبارز په نوم لیکنې خپروي او زیاتره وخت د پاکستان پر امنیتي ادارو انتقاد کوي هم له ډاکتر تیمور رحمان سره همنظره دی او وايي، ریښتیا هم د پښتنو نسل وژنه روانه ده.

مبارز زیاتوي، هزاره ګان د کوټې د خاورې وګړي دي او د دوی د نسل وژنې کیمپېن باید ودرول شي.

په کوټه کې د هزاره ګانو په وژنو کې د زیاتوالي لامل څه دی؟

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشر ډاکتر اعجاز خان وايي، داسې ښکاري د وسله والو ډلو په ذریعه هزاره ګان ووژل شي نو د بلوڅانو د زیاتو سیاسي حقونو او خپلواکۍ غوښتلو تحریک به د پاکستان او نړۍ له سترګو پنا شي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او د پاکستان د سینېټ پخوانی غړی ثنا اله بلوڅ وايي، له دې سره موافق دی چې ریښتیا هم اسلام اباد د بلوڅانو له غورځنګه ډارېږي او په بلوچستان کې د پنجابي اباد کارانو او هزاره ګانو په وژنه دا مسله ځپل غواړي.

نو د هزاره ګانو د وژنو په مخنیوی د چا ذمه واري ده؟

د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي د خالي د ورځې پېښو ناکامۍ پړه پر امنیتي او استخباراتي ادارو واچوله.

خو، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د فبرورۍ پر ۱۶مه پر ټولنیزې ووبپاڼې ټوېټر لیکلي ول: ((وزیر اعظم [په بلوچستان کې] د ګورنر واکمني عملي کړه او ټول واک یې ګورنر ته ورکړ. هغه ایف سي او پولیس د [ګورنر] تر واک لاندې راوستل. خلک خبر دي چې په کوټه او کراچۍ کې سازش روان دی))

د رحمان ملک ټویټ لاندې وګورئ:



خو رحمان ملک دا نه ده واضحه کړې چې دا سازش څوک کوي.

د لاهور پوهنتون استاد ډاکتر تیمور رحمان وايي، دا ناکامي د هغو ۳۰ کالونو د تګلارې ده چې د پاکستان دولت خپله کړې:

((چې تاسې په خپل هیواد کې دومره لوی انفرادي قوت جوړ کړی دی نو بیا خو به ډېرې داسې حملې کېږي. نو دا د انفرادي حملې مخنیوي مسله پرېږده، دا خو یوه انتظامي ناکامي کېدای شي. زموږ تر ټولو لویه ناکامي دا ده چې موږ تر اوسه دا هیڅ نه ده محسوس کړې چې له ۳۰ کالونو راهیسې موږ دا قوتونه پیدا کوو، او تیاروو یې. او زه چې د (زموږ) ټکی استعمالوم نو زه ریاست یادوم، دولت یې تیاروي.))

پر دې موضوع مو چې د پاکستان د اطلاعاتو له وزیر قمر زمان کایره سره اړیکی ونیوه نو هغوی وخت راکړ. په ټاکل شوي وخت مو چې ورسره رابطه وکړه نو هغوی نه خو د پیغام ځواب راکړ او نه یې هم زموږ ټیلي فون ته ځواب ووایه.

خو په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او پوځ له خوا په بیا بیا هغه ټول تورونه رد شوي دي چې ګواکې د دوی وسله والې ډلې په کوټه کې هزاره ګان وژني او یا هم د استخباراتي او امنیتي ادارو له خوا د بلوچستان په مسله کې دوی ښکېل دي. بلکې اسلام اباد په بلوچستان کې د بلوڅانو وسله والې مبارزې ته د بغاوت په سترګه ګوري.

البته د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پي پي د شیعه مسلکه هزاره ګانو د وژنو د غندنو تر څنګ د ولسمشر اصف علي زرداري له خولې دا بیان خپور کړی دی چې باید د بلوچستان حکومت او امنیتي ادارې ټول ګامونه واخلي چې د چاودنو او د هزاره ګانو د هدفي وژنو مخه ونیول شي.
XS
SM
MD
LG