د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ادبي میله


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې نړیواله ادبي میله چې د ((کراچي لیټریري فیسیټول)) په نوم نومول شوې وه ، تیر ماښام پایې ته ورسیده ـ په دغې درې ورځنۍ میله کې د نړۍ ګڼ شمیر لیکوالانو،شاعرانو او دانشورانو برخه لرله ـ د مېلې جوړونکې امینه سید مشال ریډیو ته ویلي چې په دغې میله کې د امریکا، روس، برتانییا، فلسطین، هند، جرمني، فرانس او نورو ملکونو د ۴۰ لیکوالانو په ګډون ۲۰۰ لیکولانو، شاعرانو او پوهانو ګډون درلود ـ

میله کې د ادب خواوشا ۲۰ زره نارینه او ښځینه مینه والو هم برخه لرله ـ په دغه ادبي مېله کې د شریک ځوان علي ارقم وینا وه چې په یاده مېله کې په بیلا بیلو موضوعاتو غونډې او ځانګړي ناستې وشوې.

((زه درې واړه ورځې دې مېلې ته راغلم ـ دا لویه ادبي ایکټویټي ده ـ دا د اکسفورډ یونیورسټۍ پریس والا لخوا جوړه شوې ده ـ یوې خوا ته په دې کې د کتابونو د مخکتنو غونډې وشوې او بلې خوا ته په اوس وخت کې په تودو موضوعاتو پکې تقریرونه وشول ـ د افغانستان په موضوع او د کشمیر په موضوع هم په دې غونډه کې سیشونونه وشول ـ ددې نه علاوه په اوس وخت کې انګلش میډیا پاکستان ته په کوم نظر ګوري په دې موضوع پکې هم ګټور او مالوماتي تقریرونه اود سوالونو جوابونو سیشنونه وشول))

د حمید خټک په نوم د مېلې د یو بل ګډونوال وینا وه چې دغه ډول مېلې د خلکو د شعور او بیدارۍ په برخه کې مهم رول لوبوي ـ نوموړي زیاته کړه کراچۍ د پښتنو لوي ښار دی خو په دې میله کې ډېرو کمو پښتنو برخه لرله ـ

د هغه په خبره ادب او ادبي کلچر د ټولنې د ستونزو په هوارولو کې مهم رول ترسره کوي او په سړي کې د مقابلې او برداشت صلاحیتونه پیدا کوي.

((د کراچۍ په اوسني صورتحال دا ډول ادبي سرګرمیانې[خوزښتونه] د ښاریانو لپاره د ستاینې وړ دي ـ د میلې جوړونکي دعوه کوي چې په دې کې د هرې ژبې او کلچر خلک شته ، خو زه به دا ووایم چې د هندوستان نه د ځینو موضوعاتو لپاره تقریر کونکي راغوښتل شوي دي ، پکار ده چې د افغانستان په حواله د موضوع لپاره او د پښتو ژبې د نمایندګۍ لپاره د افغانستان څخه د تقریر لپاره یو څوک راغوښتل شوی وی))

د مېلې د جوړونکو ترمخه په دغه درې ورځنۍ مېله کې په مختلفو موضوعاتو ۱۳۰ غونډې وشوې ، مشاعرې پکې وشوې، او د کتابونو مخ کتنې پکې ترسره شوې ـ ددې ترڅنګ پاکستان او نړۍ ته ورپېښو موضوعاتو باندې پکې د وخت ماهرینو ویناوې وکړې او د ګډونوالو د پوښتنو جوابونه یې ورکړ
XS
SM
MD
LG