د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبانو بندیخانه کې مې لاس وروست شو"




لښکرګاه (پژواک ٣٠ سلواغه ٩١): د پاکستان په کوټه ښار کې د طالبانو له خوا بندي شوى کس له يوې نيمې مياشتې وروسته راخوشى شوى، خو د ډېرو شکنجو له امله يې لاس پرې شوى دى.

دغه کس، چې د نادعلي ولسوالۍ د لوى باغ سيمې اوسېدونکى دى، نوراحمد نوميږي او ٢٦ کاله عمر لري، ده خپله کيسه پژواک خبرى اژانس ته په سلګيو راپيل کړه.

نوموړي، چې رنګ يې تور اوښتى و او په مخ کې يې وينه نه ښکارېده پژواک اژانس ته وويل، شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د معدې رنځ د درملنې په موخه د پاکستان کوټې ښار ته ولاړ او کله يې چې درمل واخيستل، په لومړۍ ورځ له افغاني طالبانو سره مخامخ شو.

د ده په خبره، دغه طالبان څلور تنه وو، خيرنې لنګوټې يې تړلې وې او ماته يې تر لږو خبرو وروسته وويل: ((دا چې ته د افغانستان يې او بيا د هلمند يې، نو د شپې تېرولو لپاره به له موږ سره مدرسې ته ولاړ شې؛ ځکه موږ هم د هلمند يو او ستا لپاره په بازار کې شپه تېرول ستونزمنه ده، ته شناختي کارت نه لرې او پوليس به دې ونيسي.))

نوراحمد وويل، چې همداسې يې وکړل، په کوټه کې د ځنګله نومي سيمې ته ورسره ولاړ، هلته يوې ديني مدرسې ته ورسېدل او له رسولو سره سم يې يوې چټلې تکاوۍ ته ښکته کړ، په کيڼ لاس کې يې غټ ځنځير ورته واچاوه او په دېواله پورې يې کلک وتاړه.

د هغه په وينا، طالبانو ورته ويل، چې پلار ته دې زنګ ووهه، کنه وبه وژل شې؛ ځکه ستا پلار د نادعلي د ولسوال سکرټر دى او په لوى باغ سيمه کې يې اربکيان هم جوړي کړي دي.

نوموړى زياتوي، چې د پلار د ټيلېفون شمېره ورسره نه وه، نو له دې امله يې همداسې له دېوال سره په ولاړې وتاړه او تر ١٤ ورځو يې ياديږي، چې د نشې ستنې يې ورکولې، نور په خپل حال نه و او له همدې امله يې لاس ورځ تر بلې خرابېده او وروسته يې غوښه او هډوکي سره جلا شول.

د طالبانو له بنده د راخوشي شوي کس په خبره، په دې موده کې يې له يوې خوا د لاس د خرابېدو او ورستېدو څخه بې حاله و او له بلې خوا خو يې کوټه دومره ناپاکه وه، چې دى او ورسره يو بل بندي، چې هغه هم د هلمند د موسى کلا اوسېدونکى و، ورږو او سپږو يې د بدن وينې زبېښلې.

نوراحمد وايي، چې د را خوشې کېدو تمه يې نه درلوده او په لومړيو ورځو کې يې مور او پنځه مياشتنى زوى جميل ډېر يادېده.

د هغه په وينا، څلور ورځې وړاندې پاکستاني پوليسو په ناڅاپي توګه پر دې مدرسه چاپه ووهله او دوى يې له بنده راخلاص کړل.

د شکنجه شوي کس په خبره، هغه طالبان د پوليسو د عملياتو پر مهال له سيمې تښتېدلي وو.
دى زياتوي: ((پوليسو او په ښار کې د اخترمحمد په نوم يو کس، چې افغان و او په کوټه ښار کې يې هوټل درلود، زما د پلار د ټيلېفون شمېره يې پيدا کړه او کوټې ته يې راوغوښت، چې د پلار په رارسېدو سره يې زه روغتون ته بوتلم او لاس يې تر مړونده لوړ رانه پرې کړ.))

د نوراحمد پلار مستري خدايداد پژواک اژانس ته وويل، چې زوى يې د درملنې په موخه پاکستان ته ولېږه، خو کله چې نادرکه شو، نو پاکستان او افغانستان کې يې ډېر ځايونه ورپسې وپلټل، خو درک يې نه و او يواځې يې د مرګ خبر ته ناست و.

د هغه په وينا، نوراحمد مستري و او درې کاله يې د کوکنارو د کمپاين د تراکترونو د جوړېدو کار کړى دى، نوره يې هېڅ ګناه نه درلوده او دى خپله د ولسوال په ملګرتيا سترګې نه پټوي، خواربکيان يې نه دي جوړ کړي او نه هم په دولت کې رسمي دنده لري.

نوموړي زياته کړه، د زوى په مرګ دومره نه خپه کېده، چې وژلى يې واى او مړى يې ورته لېږلى واى، خو په دغه ظلم، چې اوس ورسره شوى دى، هېڅکله به يې د غچ اخيستو فکر له سره ونه باسي.
XS
SM
MD
LG