د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګورنر له واکمنۍ سره امن راغلی؟ د اسمبلۍ غړو پوښتنه


خدای نور ناصر

کوټه - د بلوچستان اسمبلۍ غونډه چې د معمول په څېر تر خپل وخت شا و خوا دوه ساعته وروسته پیل شوه، له ۶۵ غړو څخه يوازې ۱۳ هغو په کې ګډون وکړ.


د غونډې تر پیلېدو سمدستي وروسته پخواني مشر وزیر مولانا عبدالواسع کاکړ په صوبه کې د ګورنر راج پر ضد، او د خراب امنیت په اړه قرارداد وړاندې کړ. او تردې وروسته يې له ۱۵ جنورۍ بیا تر پرون ورځې پورې د ورځپانو ټول د ناامنۍ خبرونه وویل. او په بیا بیا يې پوښتنه کوله: ((څوک وايي چې له ګورنر راج سره امن راغلی دی؟))
مولانا عبدالواسع کاکړ په خپلو خبرونو کې ادعا وکړه چې د ګورنر د واکمنۍ پر وخت، په يوه میاشت کې شاوخوا ۱۲۵ تنه وژل شوي، ۷۵ ټپیان ، ۳۵ تښتول شوي او ټولې ۱۵ چاودنې شوېدي.

ده زیاته کړه، تر ګورنر راج مخکې د دوی په حکومت کې دومره ډېري پېښې نه کېدې.

تردې وروسته مولوي سرور موساخیل د اسمبلۍ به غونډه کې وویل؛ د خراب امنیت ذمه واره دوي نه، بلکې ددې هیواد اسختبارات دي.
(( د امن و امان ښه کول نه د يوه نواب چې اعلا وزیر وو، د هغه کار وو، او نه د بل نواب چې دا وخت ګورنر دی، د هغه کار دی. بلکې دا د هغو ادارو کار دی، چې قانون پلي کوي.))

مولوي سرور موساخېل په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې د ګورنر راج په دې يوه میاشت کې د شاوخوا ۲۵ ضلعو (ولسوالیو) ډېپټي کمشنران (انتظامي مشران) بدل شوي دي.

د ده په وینا په دې بدلېدو رابلېدو کې يې د صوبې په لکونو روپۍ ضایع کړېدي.

(( په يوه قلم باندې د ۲۵ ضلعو ډپټي کمشنرانو بدل شوي دي. ما ته دي څوک را وښيي، چې دا ۲۵ ټول بې ایمانه ول، ایا دا ټول کرپټ وو، کوم قیامت راغلی وو، چې د دې غریبي او شاته پاتې صوبې بجټ يې همداسې خرڅ کړ.))

د بلوچستان اسمبلۍ په دې غونډه کې د بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ډلې میر اسد بلوڅ وویل، په ګورنر راج کې تر پخوا زیاتې د نا امنۍ پېښې کېږي؛ خو د ده په وینا خبري رسنۍ او رسنوال يې د استخباراتي ادارو له ډاره خپرولای نه شي.

(( په دې ګورنر راج کې نه د چا په جېبونو کې موبایل ټيلي فونونه پاتې شول، او نه هم د چا په لاس ګړۍ پاته شوې. غله په سپينه ورځ په کورونو او دوکانو کې غلاوې کوي. لاکن په ورځپاڼو کې يې هیڅ ذکر نه کېږي، دا ځکه چې د استخباراتو کسان دوی ته وايي، دا بیان به چاپوئ او دا به نه چاپوئ.))

که څه هم د بلوچستان اسمبلۍ غړيو په تکرار سره دا پوښتل، کوم دی، چې له ګورنر راج سره امنيت ښه شوی؟

نو هلته د پولیسو ډي آی جي اپرېشنز (د عملیاتو څانګې مشر) بیا د جمعې پر ورځ په يوه خبري غونډه کې د تېرې میاشتې ټول کار رسنیو ته ښکاره کړ.

ده ادعا وکړه چې په دې یوه میاشت کې يې یو شمېر ترهګر نیولي، او له هغوی یې ډېره وسله هم تر لاسه کړې ده.
XS
SM
MD
LG