د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت هنري اکېډمیانې جوړوي




هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، د موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو د زده کړې او پرمختګ لپاره ځانګړي مرکزونه يا اکيډميانې جوړوي. د صوبې د کلچرل ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل مشال راډيو ته وويل چې د پېښور اکيډمۍ پر ودانۍ کار روان دی او په راتلونکيو څو مياشتو کې به فعاله شي.

(( د دې اکيډمۍ نوم جبران عديل کلچرل اکيډيمي ده او د موسيقۍ زده کړې به يې يوه برخه وي. دا مهال د اکيډمۍ وداني لګيا ده جوړيږي او اميد دی له څلورو نه تر شپږو مياشتو پورې موده کې په کار پيل وکړي. موږ غواړو د اکيډمۍ لپاره کالنۍ بوديجه مختص کړو او او دغلته استعمالېدونکي ټول اوزار او د موسيقۍ آلات واخلو. دغه راز استادانو ته معقول تنخواګانې او زده کوونکو ته مياشتنۍ وظيفې ورکړو. د اکيډمۍ بورسونه لنډ مهاله او هم اوږد مهاله کېدای شي، چې لا مو ورته حتمي شکل نه دی ورکړی.))

د پښتونخوا په حکومت کې د کلچرل ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل زياته کړه چې د پېښور په اکيډمۍ کې به هنرمندانو ته د موسيقۍ ريکارډولو اسانتياوې هم په لاس ورکړي.

((شتمنو هنرمندانو ته په مناسب پيسو او لاچارو هغو ته به په وړيا توګه د موسيقۍ ثبتولو اسانتياوې ورکړو. د موسيقۍ د آلاتو لکه رباب، هارمونيم، طبله وغيره د زده کړې ځانګړي بورسونه به وي. که موږ ته مالومه شي چې ځوانان د موسيقۍ او نورو زيبا هنرونو په زده کړه کې دلچسپي لري، نو کېدلای شي دغه بورسونه اوږده کړو او د يوې ډګرۍ شکل ورته ورکړو. خدای دې وکړي چې زموږ دا پروګرام دغې کچ ته ورسيږي.))

د پېښور په اسلاميه کالج کې د پښتو ژبې استاد او پېژندل شوی شاعر او ليکوال اباسين يوسفزی خوشبينه دی چې وايي د اکيډمۍ له جوړېدو سره به د سيمې د خلکو د موسيقۍ زده کولو لپاره د يوه ځانګړي حکومتي ځای لرلو د دوئ د اوږدې مودې ارمان پوره شي.

((د دغه اکيډمۍ په ترڅ کې به د هر رقم هنرونو د ودې لپاره يوه زمينه برابر شي. د موسيقۍ او مصورۍ نه علاوه، د سيمې ترکاڼانو، چميارانو او نايانو ته به هم موقعې ورکول کېږي چې خپل هنرونه پر مخ بوځي. د نشتر هال شا ته د اکيډمۍ پر ودانۍ کار روان دی، چې په کې د ټولو هنرونو لپاره خپلې خپلې ګيلرۍ او د زده کړې کوټې جوړېږي. د موسيقۍ لپاره په کې بيل يو شاندار ځای دی، چې جوړ شي نو انشا الله د موسيقۍ د زده کړې لپاره د ځای د نيشتوالي مساله به حل شي.))

هم په پېښور کې نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم د موسيقۍ د زده کړې لپاره د اکيډمۍ جوړولو د حکومتي اقدام ستاينه کوي او وايي چې بايد تکړه او استعداد لرونکي هرمندان په کې په کار وګومارل شي.

((دا ښه خبره ده چې د بېلا بېلو سازونو د ښودلو لپاره به په کې يو شمېر استادان په نوکرۍ شي. تر کومې چې د سندرې ويلو د زده کړې خبره ده نو پکار ده چې باصلاحيته هنرمندان ورته راوستل شي چې زده کوونکو ته د موسيقۍ بنيادي قاعدې وروښيي. خو له بده مرغه، زموږ اکثر خلک د لوړې نه په دو وي، مانا دا چې غواړي په لږ وخت کې ډېر څه زده کړي. د موسيقۍ يو ښوونکی بايد زده کوونکو ته ووايي چې دا فن په اسانه نه زده کيږي. دغه اکيډمي چې څومره ژر جوړه شي، هومره به ښه وي.))

د خيبر بښتونخوا د کلچرل ډايريکټريټ د مشر پرويز ثبت خېل په وينا، که د موسيقې د زده کړې د مرکز چلولو لومړنۍ تجربه يې کاميابه شوه نو و به کولای شي چې د اکيډميانو دغه لړۍ د صوبې نورو برخو ته هم وغځوي.
XS
SM
MD
LG