د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: غلام خان بندر جوړېږي



خبریال/نجیب الله الوخیل-خوست

دخوست ولايت د گربزو په ولسوالۍ کې دغلام خان بندر دسرحدي ګمرک اوسرحدي کميسارۍ د تاسيساتو دجوړيدو چارې پيل شوې .

دغلام خان بندر دسرحدي ګمرک او کميسارۍ تاسيسات، چې په 142 جريبه ځمکه کې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته په اساسي او معیاري بڼه جوږي، چې خواشا 38 میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.

دا پروژه به په پړاویز کې تکمېلېږي، چې لومړنۍ دوې پروژې يې دا مهال د5 میلونه ډالرو په ارزښت پیل شوې او د یوه کال په موده کې به بشپړې شي . د خوست والي عبدالجبار نعیمي په غلام خان سیمه کې دیادو پروژو د کارونو د پیل په مراسمو کې وویل، چې نوموړی بندر د هیواد د نورو ترانزیټي بندرونو په شان اقتصادي ارزښت لري او ده هیله څرګنده کړه ،چې غلام خان بندر به دافغانستان په ټولنیزه پرمختیا او اقتصادي بسیاتوب کې اغیزمن تمام شي: ((په اقتصادي لحاظ د دې تاسیساتو په جوړولو سره به زموږ دګمرکاتو عواید ډیر شي او په ساختماني چاروکې به يې سلګونو ځوانانو ته داوږده وخت لپاره دکار او مزدورۍ زمینه برابره شي .))

د خوست والي وويل، چې دغلام خان بندر له لارې د ترانزيټ اونورو تاسيساتو دپروژو کارونه چې په کې نورې ودانۍ، پلونه او ترخوست ښار پورې 32 کيلومتره سړک هم شامل دي، ژر پيل شي.

دګربزو دولسوالۍ خلک هم نوموړې پروژې دافغانستان او په ځانګړي ډول ،خوست او یادې ولسوالۍ خلکو ته په ګټه بولي . د ګربزو یو تن قومي مشر شیراحمد وویل ،چې غلام خان بندر دهیواد نورو بندرو په پرتله کراچۍ بندر ته نږدې دی او ممکن پدې لحاظ ډیر سوداګر خپل مالونه لدې لارې ولیږدوي: (( دګربزو هرګز او هره لویشت خاوره به ډیره قیمتي شي او غلام خان بندر نه یوازې زموږ لپاره بکې دټول هیواد سودګرو ته پدې په ګټه کې دی ،چې دا لاره کراچۍ بندر ته دنورو لارو په پرتله 360 کیلومتره نږدې ده او کابل ته به په لږه بیه موټر رسیږي .))

دګربزو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ وویل که له یوې خوا دنوموړو تاسیساتو جوړول به د سوداګرۍ په وده او د سیمې په امنیت کې ګټور تمام شي ، بل لوري ته دوی غواړي په غلام خان بندر کې یو داسې ګډ سرحدي بازار جوړ کړي ،چې د پولي د دواړو غاړو خلک په ازادانه توګه ورڅخه ګټه پورته کوي:

((زه پلان لرم،چې په دې ځای کې له پاکستان سره یو ګډ بازار جوړ کړم،چې دې ځای ته پاکستاني او افغاني مالونه راځي او د پولي د دواړو خواوو خلک يې رانیسي دا به دګربزو پرامنیت ،ثبات او سوله هم مثبت اغیز ولري.))

یاده دي وي ،چې د خوست خلکو په تیره یوه لسیزه کې په پرله پسې توګه دغلام خان بندر د ټرانزیټ غوښتنه کړې، خو دمرکزي حکومت د پرله پسې ژمنو سره سره هم د نوموړي بندر دترانزیټ او دپاکستان دقونسلګری د جوړیدو کار نه دی عملي شوی.
XS
SM
MD
LG