د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزنی: د وسله والو سيمه ييز قومندان ووژل شو


د غزني دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اوبند ولسوالۍ کې يې نن سهار د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې له امله يې د طالبانو يو سيمه ييز قومندان او د هغه ملګری وژل شوي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.

چارواکي د طالبانو وژل شوی جنګيره قومندان ملا باقو بولي.

دوی وايي، ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت او د عامه نظم پوليسو د اوبند ولسوالۍ په جان ګل کلي کې عمليات کول چې د طالبانو له وژل شوي قومندان او د هغه له ملګرو سره يې نښته شوې ده.
د اوبند ولسوال عبدالمتين خان وايي، چې تر نښتې وروسته د طالبانو وسلې، چاودېدونکي توکي او موټرسايکلونه هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

دی وايي، د قومندان او د هغه د ملګري تر وژل کېدو وروسته مو دوه تنه وسله وال ژوندي نيولي دي.
((نن د اوبوند ولسوالۍ په جان ګل کلي کې پوليسو ملي، اردو ملي، امنيت ملي او عامه نظم په ګډه عمليات کړي دی، چې په ترڅ کې يې د ملاباقو په نامه د طالبانو له يو قومندان سره نښته شوې، او د نښتې په نتېجه کې ملاباقو او د هغه يو ملګری وژل شوی او دوه نور طالبانو مو د ښځو په جامو کې ژوندي نيولي دی))

طالبان نه د خپل قومندان وژل کېدل مني او نه هم د ښځو په جامو کې د خپلو ملګرو نيول کېدل تاييدوي.
په اوبند ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې د سيمې لسګونه تنه د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې شامل شوي وو.


سید شاه سقیم غزنی
XS
SM
MD
LG