د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ټیلي ویژني کارکوونکي پولیسو په څېر چاپې وهي


پامیر ساحل

پراګ - د دې غږیز رپورټ په پیل کې تاسې د هغې خپرونې یوه برخه واورېده چې په کې د پروګرام چلوونکې د سینګار پر یوه مرکز چاپه وهلې ده او هلته پر کار کوونکو یې د نا اخلاقي کارونو تور پورې کړی دی.


د خپرونې له چلوونکې سره پولیس هم دي او په دې مرکز کې له یوې چینايي ښځې پوښتنې کوي.

په دې اړه د پاکستان یوې شنونکې هما یوسف په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه لیکنه خپره کړې ده چې په کې یې د دې خپرونې او د پروګرام کوربنې پر کار انتقاد کړی دی.

'دا خبریالان نه دي'


په پېښور کې خبریال او د ټولنیزو چارو شنونکی افتخار فردوس وايي، پر پاکستانیو ټیلي ویژنونو د اخلاقیاتو تبلیغ کوونکي اصلاً خبریالان نه دي بلکې دا د تفریحي خپرونو او پروګرامونو چلوونکي دي چې اوس په خبري رسنیو کې کار کوي.

افتخار فردوس له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، دا د رسنیو یا خبریالانو کار نه دی چې د ټولنې اخلاق سم کړي.

نو که دا د خبریالانو کار نه دی نو بیا خبریالان ولې داسې کارونه کوي؟ د بېلګې په توګه یو څو میاشتې مخکې هم د پاکستان پر یوه ټیلي ویژن چینل داسې خپرونه خپره شوه چې په کې د پروګرام چلوونکې پر یوه پارک چاپه ووهله او هلته یې پر ورغلو کسانو تورونه پوه کړل. نو ایا دا د رسنیو د ازادۍ نتیجه ده او که څنګه؟
پوره رپورټ دلته واورئ

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

احساساتي خپرونې ډېر لیدونکي لري


شنونکی افتخار فردوس وايي، دی له دې خبرې سره موافق نه دی چې ګواکې په پاکستان کې رسنۍ ازادې دي.

د چارو تجریه کاره هما یوسف په خپله مقاله کې لیکي چې په پاکستان کې شخصي خبري ټیلي ویژن چینلونه د اشتهاراتو په پیسو چلېږي او په دې ذریعه پیسې ګټي هم نو ځکه د زیاتو لیدونکو پیدا کولو له پاره خپلې خپرونې هیجاني او احساساتي جوړوي.

افتخار فردوس وايي، په پاکستان کې له ډېرې مودې راهیسې د تاو تریخوالي لړۍ روانه ده او همدا وجه ده چې احساساتي خپرونې ډېر لیدونکي لري.

دی زیاتوي، خو دا د اخلاقیاتو او داسې نورو موضوعاتو احساساتي تبلیغ له اصلي او مهمو موضوعاتو د خلکو فکر اړوي.
XS
SM
MD
LG