د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان زلمی اداکار او د آسکرز اېوارډ


فواد محمدي د بزکشۍ فلم اداکار
فواد محمدي د بزکشۍ فلم اداکار

څوارلس کلن فواد محمدي چې خپل نيم عمر یې په کابل کې د بهرنيانو د مالوماتو لپاره د نقشو او ډکشنريانو په خرڅولو کې تير کړی د فلمي نړۍ تر ټولو لوی ايوارډ آسکر اخیستو لپاره د امریکا لاس اېنجلس ته روان دی.

محمدي د آسکرز لپاره نومول شوي د بزکشي هلکانو په نامه وړوکي ايکشن فلم کې مرکزي کردار لوبولی دی . دا ټول فلم په افغانستان کې جوړ شوی چېرته چې لا هم جګړه روانه ده.

په دې فلم کې فواد د يوه پښ زوی دی او خواهش لري چې د بزکشۍ لوبغاړی جوړ شي خو پلار یې غواړي چې د هغه زوی د ده په شان پښ جوړ شي او د بوزکشۍ لوبغاړي جوړيدو ارمان له زړه وباسي .

همداراز د فواد ترڅنګ په دې فلم کې يو بل څوارلس کلن افغان هلک جوان مرد فېض هم برخه اخیستې ده.

جوانمرد چې د يو مشهور افغان فلمي ستوري زوی دی د پنځو کلونو په عمر کې یې لومړی په فلم کې برخه اخستې وه او له هغه وخته راهيسې یې په يو يوشمېر فلمونو کې کار کړی.

نوموړی وایي، پر سره قالین تلل او د آسکر ايوارډ اخستل مې یو ارمان وو چې پوره به شي.

يو افغان فلم جوړونکی قادر اريایې چې په ديرشو افغاني فلمونو کې یې کار کړی او شپږ واړه فلمونه یې جوړ کړي دي وایي، چې آسکر ايوارډ په څير د لويو ايوارډونو لپاره د افغان فلمونو نومول به په دې هېواد کې د سینيما په پرمختګ ډير مثبت اغېز واچوي.

((دا فلمي ستوري چې د بزکشي بوايز په نامه فلم یې د آسکر په ړومبېو پنځو فلمونو کې شامل کړو زما په فکر دا په افغانستان کې د سنېماګانو د پرمختګ لپاره یو ستر ګام دی))

د آسکرز ايوارډ دغه پنځه اتيايمه کلنۍ جايزه به د اتوار په ورځ ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG