د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی ګورنر د قبایلي ولس نماینده دی


د خيبر پښتونخوا نوی ګورنر انجنير شوکت الله
د خيبر پښتونخوا نوی ګورنر انجنير شوکت الله


له باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکی د پاکستان د سرحدي چارو پخوانې وزير انجینیېر شوکت الله د روانې مياشتې په لسمه نيټه د خيبر پښتونخوا د نوي ګورنر په توګه لوړه یا سوګند پورته کړ.

انجينئر شوکت الله د اپريل په دويمه نيټه کال ١٩٦٩ کې بسم الله خان کره سترګې پرانستلې، چې خپله هم يو سياستوال وو.

نوموړي ابتدايې زده کړې د سوات سنګوټه پرایمري سکول کې اخیستې او د لسم او ايف ايس سي زده کړو لپاره د کوهاټ کيډټ کالج ته لاړو. دغه رنګ په انجنيرنګ کې يې ډګري د ټيکسلې يو شخصي انجنيرنګ اينډ ټيکنالوجي يونيورسټې نه حاصله کړه چرته چې نوموړي د سياسي ژوند اغاز هم وکړو.

٤٣ کلن انجنير شوکت الله کال ٢٠٠٨ اليکشن کې باجوړ ايجنسۍ اين اې ٤٣ نه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو، له همدې سیمې یې پلار هم ١٩٨٨ م کال او ١٩٩٣م کال کې د قامي اسمبلۍ غړې منتخب شوې وو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان یو نامتو سیاستوال او وکیل افتخار ګیلاني وویل، چې انجينيرنګ شوکت الله يو پوهه سياستوال دی او هغه يو منتخب نماينده هم دې او بل د قبايلي سيمو په چارو ښه پوهيږي.

؛؛ د هاغه وطن اوسيدونکی دی، هغه ځايي مسلې پيژني ، ولس يې پيژني. خو پوښتنه دا ده چې د ده پر سفارشونو به حکومت عمل وکړي که نه. په دې اړه څه ویل ګرانه ده. ولې چې دا تجربه له بدقسمتۍ سره د پخواني ګورنر اورکزي صيب په وخت ولیدل شوه، هغه چې به وفاقي حکومت اه سفارشات کول نو نه به منل کېدل. او ځکه یې استعفى ورکړه. نو اوس اميد دی چې شوکت الله به د قبايلي سيمې د ترقۍ او د قبايلې سيمو سياست ښه کولو لپاره ښه سفارشونه وکړي. ؛؛

د خيبر پښتونخوا نوی ګورنر انجنير شوکت الله چې د ټرايبل چيمبر اف کامرس اينډ انډسټري ايسوسي ايشن غړی هم دی. يو ورور يې سينټر دی.

د شوکت الله د ګورنر کېدو په باب د سياسي چارو يو بل کار پوه ايمل خټک وايې، دا يو ښه خبره ده او يو ښه ګام دی چې د فاټا يو تن چې هغه عوامي نماينده هم دی د خيبر پښتونخوا ګورنر وټاکل شو.او دا چې قبايلي سيمه کې به څومره هغه وکړای شي چې امن و امان راولي او هلته د ترقۍ کارونه چمتو کړې او د قبايلي علاقو لپاره چې څه اصلاحات ضروري دې، هغه به وکړې شي؟ نو دا يو بل سوال دې ،،

ویل کېږي چې پخوانی ګورنر بيرسټر مسعود کوثر د کمزوري صحت له وجې له وجې لرې کړل شو.

رابعه اکرم مشال راډيو اسلام آباد
XS
SM
MD
LG