د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د زر څانګې له کړاوه ډک ژوند)


زر څانګه په دې خیمه کې اوسي.
زر څانګه په دې خیمه کې اوسي.
د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې دا ځل د پښتو ژبې له نومیالۍ سندرغاړې زر څانګې سره د هغې د خراب ژوند په اړه خبرې شوې دي.

په خپرونه کې د زر څانګې د هنري قامت او هم یې د ستونزو په اړه د خیبر پښتونخوا له حکومتي چارواکي سره هم خبرې شوې دي.

زر څانګې له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت ویلي که څوک یې کور ته ورشي نو ژړا به ورشي او دا چې ورسره چا هم ژمنې کړې دي، پوره کړې یې نه دي.

نوموړې وايي، نه پوهېږي چې هغه اېوارډونه او انعامونه یې چې ګټلي دي هغه خرڅ کړي او که څنګه؟

د پښتو ژبې پیژندل شوی شاعر اباسین یوسفزی وايي، د زر څانګې هومره قدر نه دی شوی څومره یې چې هنري قامت دی.

نور تفصیل په خپرونه کې اورېدای شئ چې هره اوونۍ یې هارون باچا جوړوي.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG