د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د کرکټ ولايتي سيالۍ پيل شوې





بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ په ننګرهار کې د کرکټ ولايتي سيالۍ پيل شوې. په دې سياليو کې د افغانستان له شلو ولايتونو څخه د کرکټ هغو ټيمونو برخه اخيستې چې د افغانستان د کرکټ بورډ له خو جوړ شوي دي.

د کرکټ دغه ولايتي سيالۍ چې د پنجشنبې يا زيارت په ورځ پيل شوې، شپاړس ورځې به دوام وکړي، چې د افغانستان د شلو ولايتونو څخه په کې د کرکټ بورډ ولايتي ټيمونو ګډون کړی دی.
لومړۍ شل اوريزه لوبه د ننګرهار او پروان ولايتونو تر منځ وشوه چې د ننګرهار ټيم په ګټه تمامه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ولايتي مشر حيات الله حيات وايي چې راتلوونکې لوبې به ټولې پنځوس اووريزه وي چې يوه لوبه به د بهسود پله ته څيرمه ميدان کې وي او بله به امان خان ښارګوټي کې تر سره کيږي.

دی وايي: « نن د بهسودو په ميدان کې دوه لوبې تر سره کيږي چې يوه پای ته ورسيدله چې د ننګرهار او پروان ولايتي ټيمونو تر منځ وه او ننګرهار په دې وتوانيدو چې پروان ته ماتې ورکړي او خپله بريا تر لاسه کړي. او دويمه لوبه يې د زابل او جوزجان ولايتي ټيمونو تر منځ روانه ده. نن دغه دواړه لوبې شل اووريزه وشولې، له دې نه وروسته چې کومې لوبې کيږي هغه به پنځوس اووريزه وي، يوه به د بهسودو په ميدان کې وي او بله به يې په غازي امان الله خان ښار ګوټي ستډيم کې وي.»

د زابل او جوزجان ټيمونو تر منځ د لوبې په جريان کې دواړو ډلو تمه لرله چې لوبه وګټي او د ټورنمنټ سر ته راووځي، دوه تنو يې مشال راډيو ته وويل:

« نوم مې تيمور شاه امنيزی دی او د زابل ولايتي ټيم کې لوبيږم، له جوزجان ټيم سره مو سيالي روانه ده، موږ ورته ۱۱۴ رنزونه ټارګټ ورکړی، او موږ تکړه بالران لرو. اميد مو دی چې دغه لوبه موږ وګټو. دوې نورې مسابقې به هم کوو چې يوه يې له ننګرهار سره ده او بله يې له باميان ولايت سره ده او انشا الله که هغه لوبې مو وګټلې، نو موږ به ګريډ ټو ته لاره پيدا کړو او که هغه مو هم وګټلې نو د ټورنمنټ ټرافي به له ځانه سره جوزجان ته يوسو.»

د جوزجان ولايتي ټيم استازی هم ورته نظر لري او وايي:

« نوم مې روزي خان زابلي دی، د جوزجان ټيم موږ ته ۱۱۴ رنزونه هدف راکړی. موږ پوره اميد لرو چې دا بازي وګټو.او موږ ښه تمرينونه کړي او دا مو کوشش دی چې د تورنمنټ ټرافي زابل ته له ځانه سره يوسو.»

د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې دغه شل لوبډلې په څلورو ډلو ويشل شوي، چې له هرې ډلې نه به يو ټيم لومړی پړاو ته چې ګريډ ون ورته وايي ووځي چې بيا به په راتلوونکی ټورنمنټ کې سره ولوبيږي.
XS
SM
MD
LG