د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د هېلري کلنټن په پرتله



د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کیري په تېرو څو ورځو کې له اسراییلي وزیراعظم بین یامین نتن یاهو او فلسطیني مشر محمود عباس په ګډون له یو شمېر چارواکو سره ولیدل.

د منځني ختیځ په سیاست کې د نوموړي لخوا دلچسپي ښودل د یو بدلون نښه ښکاره کوي.

د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګې دې موضوع ته کتنه کړی چې جان کیري د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په مقابله کې څنګه بدل ثابتیدای شي.

هیلري کلنټن په اول سر کې اته کاله د امریکا لومړۍ مېرمن پاته شوه او بیا د بهرینو چارو وزارت دنده سنبالولو نه مخکې یې د امریکایي سینټرې په توګه نور اته کاله کار وکړ.

په واشنګټن کې د کیري په باب د خلکو اتفاق دی چې له خپل ۳۰ کلن کاري ژوند یا پېشه سره یې د بهرنیو چارو وزارت ته ټوله تیاري شوې ده. د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم ویلي هغه ته به په کار کې د ډېر تربیت ضرورت نه وي.

د نیټو لپاره د امریکا پخوانی سفیر نکولس برنز چې د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی هم پاته شوی دی، دی د کیري په اړه وایي چې په سفارتي معاملو پوخ یقین لري.
((هغه د سېنېټ د بهرنیو تعلقاتو د کمیټۍ مشر پاتی شوی دی. هغه د نړۍ د مشرانو په اړه خبر دی، ډېر سفر یې کړی دی، او په نړیوال سیاست کې دیرش کاله پاتې شوی دی. امریکا ډېره خوشبخته ده چې زموږ د بهرنیو چارو نوی وزیر ډېره تجربه لري. ))

په مقاله کې پوښتنه راپورته شوې ده، کېري به د هیواد څنګه نوی ډپلومیټ وي. نوموړی د اوږدو خبرو اترو لپاره مشهور دی او یو با اثره وینا کونکی دی.

هغه په بیړه کې فیصلې نه کوی. هغه په آسانه د بهرنیو مشرانو سره خبرې کوي او د زور د استعمال د اثراتو نه هم خبر دی. هغه د سینیټ یوی غونډې ته په وینا کې په دې خبره زور راوړ چې هاغه ډپلومیسي نه شي استعمالول، چې په کې د ځواکونو او یا د ډرون بریدونو استعمال وي.

د بروکنګز انسټي ټيوټ په نامه له څیړنیزې ادارې سره تعلق لرونکب د مارټن انډیک په خبره په وړو باریکیانو یې نظر وي او په پراخ ډول یې د امریکا دلچسپیانې په پام کې دي.

په امریکا کې د یوز اداری یو ایس انسټي ټيوټ آف پیس یو چارواکی تامس کیروترز وایيو جان کیري او هیلري کلنټن دواړه تش په خبرو نه بلکې په عملي پالیسو یقین لرونکي دي. د هغه په خبره جان کیري چې یو ځل یې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو اترو په دوام خپل ووټ ودرولې و، په اوږ د مهاله موده کې غیر معمولي صبر هم لري.

((زما په فکر هغه یو داسې کس دی چې د اوږدو خبرو اترو او یا هغه ډلې چې په مشکله سره خبرو ته رضا کیږي، په یو وخت کې له یو بل سره د کښېنولو نه خوند اخلي. تر یو حده هیلري کلنټن په لنډو کې خبره کوله. د هغې کار ډېر موثره دی او خبرې یې پر ځای وي. هغه په ښه ډول ډېره عملي ده. او زما په فکر نه یې غوښتل چې په ځينو مسلو دې د اوږدې مودې لپاره خبرې اترې وکړي. په ځينو کیسونو کې د اوږدو خبرو اترو لپاره د هغې مرستیالان موجود وو. او په ځينو کیسونو کې یې داسې نه کول.))

ځيني کارپوهان وايي دا د فلسطیني او اسراییلي شخړې نه واضحه ده. چې اوس دغه مسله د جان کیري په غاړه ده. کلنټن اسراییل ته لږې دورې کړي او اسراییلي چارواکو له اوسه ویلي جان کیري به په لومړي سر کې د دوی سیمې ته ورځي. کیری د سولې په پروسه یقین لري او د کار په دویم ورځ اسراییلي وزیراعظم بین یمین نیتن یاهو او فلسطیني مشر محمود عباس سره و غږیدلو.

د هیلري کلنټن لخوا کیري ته په نامکملو کارونو کې د شام کورنۍ جګړه، د ایران ایټمي پروګرام، د شمالي کوریا لخوا د ایټمي ازموینو سره تړلي ګواښونه، په افغانستان کې د امریکا لخوا د واک سپارلو پروسه او په شمالي افریقا کې د سخت دریځو لخوا سېوا کیدونکي خطر شامل دي.
XS
SM
MD
LG