د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژمي کې ماهي په ګرانه نیول کېږي


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :لنډې ورځې او اوږدې شپې که یوې خوا ته د یخ او کړنګ ژمي غمازي کوي نو بلې خوا د شپو او ورځو دغه توپیر د ماهي ګیرو په کار او ژوند اغیز کوي.

د کراچۍ د ماهیانو په بندر فشریز کې په سفینه پټان نومې کشتۍ کې ناست فدامحمد وایي، دوی نور کله سهر وختي د ماهیانو په ښکار پسې وځي او ماښام واپس وچې ته راځي خو په ژمي کې ورځې لنډې وي نو ځکه دوي نیمه شپه په د ماهیانو په ښکار پسې له وچې روانیږي ـ

هغه زیاتوي په ژمي کې د سمندر اوبه یخې وي نو ځکه خو ماهیان هم د سمندر غاړي ته نه راځي او دوي مجبور وي د ماهیانو نیولو پسې لېرې او ژور سمندر ته لاړ شي ـ

((د اپریل په میاشت کې د سمندر اوبه ګرمیدل شورو کیږي او چې اوبه تودې شي نو بیا ماهیان د سمندر غاړو کې واقع ځنګلونو په طرف راځي ـ او ماهي ګیرو ته خپل ښکار نزدې میلاویږي ـ په ژمي کې اوبه یخې وي ـ ماهیان له غاړو څخه د سمندر منځ او ژورو اوبو ته ځي ، نو ځکه د هغې پسې تلل ډېر وخت او ډېرې خوارۍ ته اړتیا لري))

ماهي ګیر وایي په ژمي کې د سمندر په منځ کې د وچې په نسبت یخني ډیره وي ، ددوي جامي زیاتره وخت لمدې وي او د سمندر په منځ کې چلیدونکې یخې هواګانې ددوي کار لا د ستونزو څخه ډکوي

د سند صوبې د ماهي ګیري د چارو د وزارت له مخې د کراچۍ په سمندر کې نزدې شل زره لانچونه او کشتۍ د ماهیانو ښکار کوي ـ ماهي ګیر وایي په دغو لانچونو او کشتیو کې د ملاکنډ،ضلع دیر او باجوړ ایجنسۍ په لاکونو ماهی ګیر کار کوي.

(( په دې کار کې پښتانه ډير دي ـ داسې ځوانان هم پکې شته چې چا ایم ای کړیدی ،بی ای او بي ایس سي یې هم کړې ده ـ میټرک پاس خو د پنځه اویا فیصده نه زیات دي ـ د سمندر مزدورۍ ته هغه خلک راځي چې بل ځایې ورته کار نه پیدا کیږي ـ دا ډېر د محنت کار دی ))

فدا مامد وایي که څه هم په ژمي کې یخني ډیره وي او ددوي کار ډېر ستوزمن وي خو په ژمي یوې خوا ته په سمندر کې ماهیان زیات وي او بلې خوا ته په ژمي کې خلک ماهیان خوړل زیات خوښوي نو ځکه په یخني کې ددوي د ماهیانو د خرڅ بازار تود وي.

((په ژمي کې ماهیان زیات وي ـ سپین ماهیان [پاپلیټ] د زر نه واخله تر ۱۲۰۰ پورې في کیلو خرڅیږي ـ جېنګې زیاتره یورپي ملکونو ته ځي ـ هغه هم اوس په ۸۰۰ روپۍ کیلو خرڅیږي))
ماهي ګیر وایي ژمی وي که اوړې دوي ژور دریاب ته ځي ، د سمندر سینه څیروي او په دې توګه خپل ځان او بچو له دوه وخته ډوډۍ برابروي.

XS
SM
MD
LG