د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوله او د ښځو حقوق




بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني پوځيان له افغانستان څخه ووځي، دغلته د طالب وسله والو سره د مذاکراتو بهير که له يوې خوا د سولې لپاره هيلې زياتې کړي بل خوا يې د ښځو انديښنې راپارولي. دوی وايي که طالبان د حکومت برخه شي کيدای شي د دوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

د بشري حقونو د ادارو په وينا طالبانو له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې حکمرانۍ پر مهال په پراخه توګه د ښځو د حقونو د سرغړونو ترڅنګ د بشري حقونو پراخه سرغړونې کړي.

د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې، شينکۍ کړوخېل طالبانو سره د مذاکراتو په اړه وايي: (( که افغانستان کې سوله راځي او ښځې له انساڼي حقونو محرومه کيږي نو دا خو سوله نه شوه. ارام او امن خو په هديره کې هم وي خو هلته ژوند نه وي. هلته ټول مړي وي. داسې يې نه غواړو. زما په نظر که د سولې خبرې کيږي، سوله هغه ده چې د افغانستان هر وګړي پکې نظر ولري، ملاتړ يې وکړي او له انساني حقونه پکې محرومه نه شي.))

دې وروستيوو کې د بشري حقونو ادارې، هيومن رايټس واچ هم ويلي چې د طالبانو سره د جوړجاړې پر مهال بايد د هغوی له بشري حقونو د سرغړوونو او پر نورو جنايتونو سترګې پټې نه شي خو د پارليمان غړې آرين يون وايي که د افغانستان په موجوده پارلمان کې د طالبانو په شان پر سرغړونو تورن نور خلک کښيناستی شي نو د طالبانو مخه دې هم نه نيول کيږي.
هغې وويل: (( افغانستان دا وخت سولې ته ضرورت لري. که چيري قانون تطبيقيږي نو اول دې پر هغه کسانو عملي شي چې کابل کې يې له پنځم منزل څخه ښځې راوغورځولي يا يې په بريکوټ سينما کې پر ښځو ميخونه ټک وهل او يا هغوی چې داسې نور جرمونه يې کړي. که چيرې دوی له قانونه پورته وي او په پارليمان او حکومت کې ځای لري نو ضرور نه ده چې د نورو په وړاندې دې بېل نظر او پاليسي ولرو.))

افغان پارليمان کې د ښځو د حقونو د کميسون غړې، حميده يوسفي په حکومت د طالبانو د ورګډولو لپاره شرط ږدي او وايي: ((طالبان زموږ اساسي قانون نه مني. د ښځو حقونه نه مني. احترام ورته نه لري. نو افغان حکومت بيا په کوم دليل د طالبانو سره خبرې کوي او دوی ته په مرکزي حکومت کې د برخې ورکولو خبره کوي؟ که دوی چيرته زموږ اساسي قانون ومني او د ښځو په حقونو قانع شي نو بيا کيدای شي چې موږ خپل داخلي طالبان قبول کړو.))

د افغانستان اساسي قانون ښځو ته د نارينه وو په شان د تعليم، کار انتخابولو، انتخابيدو او په ازاده توګه د تجارت او کاروبار کولو حق ورکړی. د نيشنل ډيموکريټيک انسټيټوت نړيوالې ادارې ترمخه دا وخت د افغان پارليمان په ۲۴۹ چوکيوو کې اته شپيته ښځو ته ځانګړې شوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی، اسماعيل قاسميار وايي ښځو ته ډاډ ورکوي چې د جګړې د ختمولو او طالبانو سره د مذاکراتو د برياليتوب لپاره به د دوی په حقونو هيڅ جوړ جاړی ونه کړي. هغه وويل: ((هغه ازادې او حقونه چې دوی (ښځې) يې په اساسي قانون کې لري. هغه به ساتل کيږي. هر جوړ جاړی چې کيږي هغه به د اساسي قانون خلاف نه وي. داسې هيڅ پريکړه به نه کيږي چې د اساسي قانون مطابق دې نه وي.))

بل خوا د طالبانو ځينې لوړ پوړو پخوانيوو غړو چې اوس په کابل کې دي، مشال ريډيو ته ويلي که طالبان د مذاکراتو له لارې د حکومت برخه جوړيږي نو د ښځو د حقونو په شمول به د نورو مسلو په اړه هم خپلې پاليسۍ نرموي.
XS
SM
MD
LG