د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان امن بهیر کې د برتانیا رول



احمد شاه اعظمي - پراګ

په لندن کې د برتانيا، افغانستان او پاکستان د مشرانو په درې اړخېزه غونډه کې پر دې خبره موافقه شوې چې په افغانستان کې به د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل کيږي او درې واړه هيوادونه به په ګډه هڅه کوي چې په شپږو مياشتو کې د سولې پروسه سر ته ورسوي. د دوشنبې په ورځ له غونډې وروسته د برتانیې وزیراعظم ډېویډ کېمرون خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره درې واړه مشران یو شان نظر لري چې په ترڅ کې به یې دا هېواد یو محفوظه، مستحکم او جمهوري هېواد وګرځي او بیا به هیڅ کله د نړیوالې ترهه ګرۍ لپاره مرکز جوړ نشي. نوموړي طالبانو ته په اشارې سره وويل چې اوس وخت راغلی چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې ټولي خواوي برخه واخلي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيکو مشر اسماعيل قاسميار وايي، د برتانيا د دې ګام هرکلی کوي او هيله مند دی چې برتانيه نه يوازي پخپله بلکې د پاکستان له لارې هم طالبان د سولې خبرو اترو ته کښېنوي.

((اول خو د انګلستان حکومت پر پاکستان باندي اغېز لري، له دوی سره ملګرتيا لري، له دوی سره سټراټيجيک تړون يا سټراټيجيکي اړيکې لري، د پاکستان له لارې پر طالبانو باندي مثبت او جوړونکې اغېزه کولای شي. له بلي خوا زه فکر کوم چې انګلستان هم په مستقيمه توګه پر طالبانو باندي اغېز لري. او موږ دا يو مثبت ګام ګڼو چې پر ښې لوري اوچت شوی دی))

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير حنيف اتمر ورته نظر لري او وايي چې برتانيې پر پاکستان زيات نفوذ لري او کولای شي چې د دوی له لارې طالبان د سولې په پروسه کې ورګډ کړي.

((په غربي هيوادونو کې يوازينی هيواد چې له پاکستان سره يې ډيري نږدې او ښې اړيکې ساتلي دي هغه برتانيه ده. دوی ګډ نفوس لري او همدا اوس لويه شمېره پاکستانيان په برتانيه کې ژوند کوي او دوی خپل نږدې علايق سره لري. موږ اميد کوو چې برتانيه د همدغو علايقو څخه د سولې لپاره ښه ګټه واخلي. او هغه غوښتنې چې پاکستانيان يې لري هغه بايد واضح شي، هم و موږ ته او هم و دنيا ته))

په لندن کې په درې اړخېزه غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم د ډېوډ کېمرون نظر تاييد کړی او وې ويل چې يو باثباته افغانستان د ټولي سيمي په ګټه دی. په افغانستان کې د طالبانو د دور يو پخوانی چارواکی وحيد مژده وايي، برتانيه هم د افغانستان په څېر فکر لري چې پاکستان کولای شي طالبان د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.

((برتانيا غواړي چې پاکستان په دې هکله مثبت ګامونه پورته کړي او د افغانستان حکومت هم ورته نظر لري چې پاکستان کولای شي چې طالبان د مذاکراتو او خبرو اترو مېز ته راولي او دې ته يې وهڅوي چې دلته راشي. خو په دې کې يو ډېر مهم ټکی دا دی چې آيا طالبان پخپله د پاکستان تر اغېز لاندي دي چې د پاکستان خبره ومني؟ دا د پوښتنې وړ خبره ده. زه فکر نه کوم چې برتانيه به دومره توان ولري چې طالبان دې ته وهڅوي، البته دوی هم د پاکستان په نقش ډېر اعتماد لري.))

که څه هم په افغانستان کې د سولې د راوستو او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره امريکا له ډيري مودې راهيسي هڅې پيل کړي دي خو زياتره کارپوهان دې ته د ناکامۍ په سترګه ګوري. دا چې د برتانيې هڅې به د امريکا له هغې څومره توپير يا اغېز ولري؟ په پېښور کې د سيمه ايزو چارو کارپوه وايي.

((د برتانيې خو دومره اثر نشته څومره چې د امريکې اثر دی. خو خبره دا ده چې امريکايان به اصلي فيصلې کوي. هغوی چې فيصله وکړي نو بيا به د طالبانو تسلي کيږي. ځکه چې طالبان دې ته تيار شوي وو چې له امريکا سره خبرې وکړي ځکه چې هغوی پوهيږي چې زيات طاقت له امريکې سره دی او زيات وسايل له هغې سره دي. او که امريکايان کار وکړي نو په هغه کې به زيات وزن وي. خو برتانيه چې هم يو کار کوي نو پر خپل سر يې نه کوي، دا د امريکې په مرسته کوي.))

بلخوا د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيکو مشر اسماعيل قاسميار وايي، د برتانيې او امريکا لخوا د سولې هڅې بايد همږغې وي او دا به په هيواد کې د سولې په راوستو کې اغېزناکه وګرځي.

((بايد فکر وشي چې د انګلستان هڅې د امريکې سره هم آهنګ وي. داسي نه ده چې د يو بل په ضد وي، يو بل ضعيف کوي يا بده اغېزه ورباندي وکړي. خو زه فکر کوم چې اهداف مالوم دي. په افغانستان کې يوه تلپاتې او عادلانه سوله ضروري ده. او زموږ د ټولو ملګرو او نړۍ لخوا په افغانستان کې ثبات راوستل اغېزناکه دی.))

که څه هم د برتانيې، افغانستان او پاکستان لخوا تر دې وړاندي دوې نوري غونډې هم شوي دي دي خو په لندن کې په دې درې اړخيزه غونډه کې د درې واړو هيوادونو د مشرانو تر څنګ پوځي او استخباراتي چارواکو يې هم ګډون کړی وو.
XS
SM
MD
LG