د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېبټ اباد: د اسامه پر کور بڼ جوړېږي


د اسامه بن لادن پخوانی کور چې د پاکستان سرکار ونړاوه
د اسامه بن لادن پخوانی کور چې د پاکستان سرکار ونړاوه



د پاکستان اېبټ اباد ښار چې په کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروستو بد نام شوی دی اوس د دغه ښار د نوم ښه کولو لپاره د پاکستان حکومت غواړي چې د اسامه پر مخکیني کور يو تفريحي بڼ (پارک) جوړ کړي.

پر دې بڼ به په راروانو دوه اونیو کې کار شورو شي، اسامه تر کلونو پورې په ايبټ اباد ښار کې اوسېدو، چې بيا د ۲۰۱۱ کال د می مياشتې په دويمه نېټه د امريکايي نېوي سيلز لخوا ووژل شو.

هزاره هېريټېج پارک او تفريحې ښار چې پری به ۲۰ میلينه يورو خرچه راځي، چې په کې به ريسټورېنټونه، ګالف لوبه میدان، ژوبڼ(چړيا ګر (او د اوبه لوبو ډنډ د پرمختګ لپاره هم کار وشي.

جاويد عباسي چې پر دې ترقياتي پروګرام پلان يې کار کړی وايي تمه لري چې په دې بڼ کې به يوه جديده چورلېدونکي ځانګو هم ولګول شي.

نوموړي زياته کړه دا به په پاکستان کې يو له لويو پارکونو څخه وي او دوی تمه لري چې دې پارک ته به له هېواد دننه او بهر هم خلک راځي.

په رپورټ کې راغلي دي پاکستاني چارواکي له ډير وخت راهيسې په دې لټه کې وو چې څرنګه د تفريحې ښار ايبټ اباد نوم بیرته ښه کړي ځکه چې په دی ښار کې د نړۍ تر ټولو لوی په ترهه ګرۍ مطلوب تن پټ شوی وو او د پاکستاني چارواکو په وينا هغوی ته يې په اړه مالومات نه وو.

هغه ودانۍ چې اسامه په کې پټ شوی وو د تېرکال په فرورۍ مياشت وړنګول شوه.

عباسي وايي په ايبټ اباد ښار کې د دومره جديد بڼ جوړولو هدف دا دی چې وښودل شي دا ښار خوندي دی او په دی کې هيڅ قسمه تره ګري يا اورپکيتوب نه شته.

د عباسي په ګډون د ايبټ اباد يو شمېر اوسيدونکي په دې عقيده دي چې له اسامه سره د دې ښار تړل ناجايزه خبره ده. نوموړي وايي، که څه هم دا بدقسمتي ده چې اسامه په ايبټ اباد ښار کې موندل شوی خو د ده په خبره هغه په دې عقيده دې چې په دې کې د ځايي خلکو هیڅ قصور نه شته او نه اسامه ته د دوی ملاتړ ترلاسه وو.

په ايبټ اباد کې د جديد تفريحي بڼ منصوبه جوړونکې عباسي وايي دغه ښار قدرتي ښکلا لري او له وړاندې سېلګران ورته راځي خو اوس له بڼ جوړولو سره به نور هم سېلګران زيات شي.

خو د خيبر پښتونخوا د لوبو او سيلګرۍ وزير سيد عقيل شا وايي ،په ايبټ اباد ښار کې د ځوانانو او کورانیو د تفريح لپاره د لا نورو ګامونو پورته کولو اړتيا ده.

نوموړی وايي، موږ غواړو چې ځوانان له ترهګرۍ لرې کړو او زيات نه زيات يې په تفريحي هلو ځلو کې بوخت کړو.

د ايبټ اباد يو ۵۵ کلن اوسيدونکی همايون خان جدون وايي، په دی ښار کې د اسامه موندل کېدو له وجې د دې ښار نامه ته لوی زيان رسېدلی دی خو د دا قسمه پارکونو جوړولو سره به د ايبټ اباد ښار مقام بيرته بحال شي.
XS
SM
MD
LG