د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هېلمند د برتانوي ځواکونو تر راتلو مخکې پرامنه وو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو جګړه ترپوښتنې لاندې راوستې او شک یې څرګند کړی چې دغو ځواکونو ګواکې، د ده په خبره په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په غلط ځای کې جګړه پرمخ وړې ده.

کرزي هېلمند ته په اشاره وویل، مخکې له دې چې بریتانوي ځواکونه دې ولایت ته ولاړ شي، امنیتي وضعیت یې ډیرښه وو.

کرزي په لندن کې له ګارډین ورځپاڼې او ای ټی وي(ITV) نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ده ته دا نه ده روښانه چې لویدیځ ځواکونه له افغانستانه په دې خاطر وځي چې ترهګرۍ په وړاندې د جګړې هدف یې ترلاسه کړی او القاعده یې کمزورې کړېده، یا دوی دا احساس کوي چې په لومړي سر کې یې په غلط ځای کې جګړه کوله نو په دې توګه دوی باید دغه جګړه پای ته ورسوي او ووځي.

ولسمشر کري دا څرګندونې په برتانیا کې له ډېویډ کیمرون، او پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري سره د درې اړخیزه خبرو اترو په ترخ کې کړې دي.


افغان ولسمشر حامد کرزي چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو راهیسې د اوږدې مودې لپاره قدرت په لاس کې لري، یو ځل بیا د دې یادونه وکړه، چې افغانستان ته له سخت دریځو وسله والو خطر نه دی ورڅېرمه، بلکې له اوږدې مودې راهیسې د بهرنیو قدرتونو مداخلې دا هېواد ګواښلی دی.

که څه هم کرزي مخامخ د پاکستان نوم وانه خیست خو هغه له اوږدې مودې راهیسې پرخپل ګاونډ انتقاد کړی چې کلونه کلونه یې طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي او حکومت یې هم د پاکستان پوځي استخبارات تورن کړي چې پروسلوالو یې خپل نفوذ ټینګ کړی دی.

په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو دا درې اړخیزه غونډه کې وروسته له دې جوړیږي چې پاکستان په وروستیو کې له افغانستان سره د باور د فضا د ښه کیدو په هدف یوشمیر هغه طالب بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړل چې کابل یې غوښتنه کوله.

د دغو بندیانو له خوشې کیدو سره داسې هیلې زیاتې شوي چې ګوندې د افغانستان د سولې د خبرو له ګړندي کیدو سره به مرسته وکړي چې د ګارډین په وینا د پاکستان له ملاتړ پرته دغه کار ناشونی دی.

کرزي وویل، په افغانستان سوله یواځې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ په یوې موافقې سره نه شي راتلی، بلکې سوله هله ټینګیدای شي، هغه بهرني عناصر چې د افغانستان په بې ثباتۍ، جګړو او لاقانونیت کې ښکیل دي، په خبرو کې ګډون نه وي کړی.

کرزي وویل، د یوکال مخکې په نسبت اوس دی دې ته ډیرخوشبین دی چې له پاکستان سره د اړیکو له ښه کیدو سره به د ده د حکومت او طالبانو ترمنځ پټې خبرې ښه نتیجه وکړي.

کرزي وویل، د افغانستان د امن بهیر کې د بریتانیا رول ډیرمهم دی، او د اړیکو ښه کېدو لپاره یې افغانستان او پاکستان خپلو کې د خبرو اترو لپاره سره رانژدې کړل.

په داسې حال کې چې له افغانستانه د ناتو ځواکونو د وتلو وخت نژدې کیږي، په افغانستان کې د سولې خبرو ته ډیرپام اوښتی دی.

ټول بهرني جنګي ځواکونه به د راتلونکې ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هیواده ووځي او افغان امنیتی ځواکونه به د هیواد د امنیتي چارو بشپړمسولیت په غاړه واخلي.

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې ومنله، دا به یو خیال وي چې حکومت یې د لویدیځ له پوځي او مالي ملاتړ پرته دوام ومومي.
XS
SM
MD
LG