د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د ژوند په دشت کې په سندرو پسې مرمه)



د سندرو امېل خپرونې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې به واورئ چې کمپیوټري موسیقۍ څنګه د پښتنو نومیالي ساز غږوونکي استادان اغېزمن کړي دي.

په دوی کې تر ټولو زیات د طبلې غږوونکي اغېزمن شوي دي.

په پېښور کې د طبلې استاد سبز علي وايي، له خپل هنره یې زړه تور شوی دی. دی وايي، ورځې مخکې ورته له ټیلي ویژن خلکو ټیلي فون کړی وو چې ورشي او هلته طبله وغږوي.

دی وايي، ده ورته په ځواب کې وویل چې شپږ میاشتې کېږي چې طبله یې هیڅ نه ده غږولې ځکه چې کار یې نه شته.

دی وايي، یوازې کمپیوټري موسیقي نه ده، بلکې هره ورځ د ترهګرۍ پېښې کېږي، خلک وژل کېږي، په دې صورتحال کې به دوی څنګه کار وکړي.

زه زېږېدلی په غمجن وطن کې یمه یه فنکاره!
ما ته د وطن سازونه، غمجن، غمجن سازونه وغږوه

د ژوند په دشت کې په سندرو پسې مرمه یه فنکاره!
ماته د وطن سازونه، غمجن، غمجن سازونه وغږوه

په پېښور کې د طبلې یو بل استاد فضل وايي، که حکومت یې د ستونزو غم و نه خوري نو مجبور به شي چې خپل اولاد د طبلې له زده کولو را وګرځوي.

نور تاسې د سندرو امېل په خپرونه کې اورېدای شئ چې هره اوونۍ یې هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG