د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مېډیا د پښتونخوا غږ ولې نه اورېدل کېږي


شاهین بونېری مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې د جګړې او بې قرارۍ له کبله که یو خوا په زرګونو خلک وژل شوي دي نو بل خوا دغلته په لکونو خلک بې کوره دي او د تعلیم او روغتیا ډانچه له مینځه تللې ده.

آیا د پاکستان میډیا دا ستونځې راښکاره کوي؟

د قبایلي سیمو د خبریالانو د اتحادیې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي ـــ د ډرون بریدونو خبرونه ورکول کیږي خو په قبایلي سیمو کې د بشري حقونو، پرمختیا او خلکو د غوښتنو په اړه راپورونه په میډیا کې نه راځي.

صفدر داوړ زیاتوي: (( د پاکستان په ټې وي چینلونو او اخبارونو کې په نورو سیمو کې د وړو وړو ستونځو په اړه لوی لوی راپورونه راځي، خو په قبایلي سیمو کې د ولس ستونځو ته په میډیا پوره ځای نه ورکول کیږي.))

ددې وجه څه ده ؟ دا پوښتنه مو د پاکستان د یو شخصي ټیلي ویژن د یوې خپرونې کوربه او له یوه وتلي خبریال نصرت جاوید مخې ته کېښوده نو هغه وویل:

((نه جې زما خیال دی، کوریج خو پوره کیږي.خو په دې کې تر ټولو لویه ستونځه د هغه خبریالانو د امنیت ده، چې د دغه سیمې راپورونه ورکوي. هلته چې کوم خلک کار کوی هغوی ته د خپلو ادارو له خوا څومره مالي مرسته ترلاسه ده او هغوي ته چې کوم ګواښونه دي نو هلته چې کوم خلک په جنګ کې ښکیل دي هغوی ورته څومره امنیت ورکوي؟ نو په بنیادي توګه دا یوه ډېره پیچلې مسله ده، داسې نه ده چې دا د مین سټریم میډیا کمزوري ده.))

د ایف سي آر تر قانون لاندې قبایلي سیمو کې چا ته د ميډیا د ادارو لکه ټي وي چینل، ریډیو چینل، او اخبارونو خپرولو اجازت نشته. د ټرایبل یونین اف جرنلسټس خبریالان وايي چې په روانه جګړه کې دوی تراوسه خپل ۱۲ ملګري بایللي دي .
XS
SM
MD
LG