د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ستونزه به اسلام آباد او پنډۍ هواروي"


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د دغه هېواد پوځي مشر جنرل اشفاق پروېز کیاني
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د دغه هېواد پوځي مشر جنرل اشفاق پروېز کیاني


مجيد بابر مشال را ډيو

پراګ:- له تيرو ۱۱ کالو نه په پاکستان کې د ترهګرۍ لړۍ دوام لري او د سر کاري شميرو له مخې په دغه هيواد کې د ترهګريزو بريدونو له وجې څه نا څه ۴۰ زره کسان قرباني شوي او په زرګونو نور ژوبل دي.

د دغه لوی ځاني زيان تر څنګ تير کال د سارک سربراهي غونډې ته د وينا پر مهال ولسمشر آصف علي زرداري ويلي ول چې د ترهګرۍ له وجې دغه هيواد ته څه نا څه ۸۰ اربه ډالره زيان هم رسيدلی دی. د ځاني او مالي زيان تر څنګ په دغه هيواد کې کلتور، ټولنه او سیاست هم سخت اغيز من شوی دی، خو پوښتنه دا ده چې د دغو ټولو ځاني، اقتصادي، او ټولنيز زيانونو باوجود د دغه هيواد سیاسي ګوندونه تر دا مهاله د ترهګرۍ پر ضد د ېوې کوټلې تګلارې په رامنځ ته کولو کې ولې ناکامه شوي دي.

"د پښتنو د تباهي مسله د پاکستان د لویو سیاسي ګوندونه په لومړیتوبونو کې نه ده"

په پېښور کې د جمعيت العلماء اسلام فضل رحمن ډلې يو مرکزي مشر مولانا عطاء الرحمان وايي، چې د دغه هيواد ټولو سیاسي ګوندونو په پارليمان کې د ترهګرۍ پر ضد څو څو ځله په متفقه توګه قرار دادونه منظور کړي دي او زياتوي.

(( دا ده موجوده حکومت ناکامي په ګوته کوي، سياسي ګوندونو دا وکړل چې په متفقه قراردادونو یې حکومت ته يوه نيغه لاره وښودله، او ښکاري داسې چې يا خو حکمرانان په دغو قراردادونو عمل کولو ته تيار نه دي، او يا داسی قوتونه شته چې هغوی د منتخب پارليمان قراردادونو ته هډو ارزښت نه ورکوي))

خو په کراچې کې د متحده قامي مومنټ د رابطه کميتۍ یو غړی ګل فراز خټک وايي، په پاکستان کې چې کوم لوی سیاسي ګوندونه دي، هغوی د ترهګرۍ پرضد خپل دریځ نه په ډاګه کوي او کله يوه او کله بله خبره کوي:

((بد قسمتي دا ده چې د هيواد لوي سياسي ګوندونه په خاصه توګه د ترهګرۍ پر ضد خپل دریځ نه واضحه کوی ، او ترهګرۍ ته یې پام نه دی اړولی، او د دغې روانۍ ترهګري لپاره څه نا څه پلمې لټوي، چې له وجې يې دا يو لوی ناسور جوړېږي او زموږ د هيواد د سالميت لپاره هم خطر ورځ په ورځ زياتيږي.))

له تيرو څو کالو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې واکمن عوامي نېشنل پارټۍ يوازني سياسي ګوند دی چې تحريک طالبان پاکستان خپل هدف ګرځولی دی او د راپورنو له مخې تر دا مهاله د دغه ګوند په سلګونه کارکونکې او يو شمير مشران ترهګرو په نښه کړي او وژلي دي.

په اسلام آباد کې د عوامي نيشنل ګوند یوه پارليماني غړې بشری ګوهر وايي، چې په دغه هيواد کې د خارجه او امنيت د تګلاري واګي د سیاسي ګوندونو نه بلکې د بل چا په لاس کې دي.

(( ټوله ستونزه د اسلام آباد او پنډۍ تر مینځ ده، نو تر څو پورې چې دا په ډاګه شوې نه وي، ترهغي به د پښتنو سیمې د ستراتيجیکو تګلارو لپاره استمعالېږي. او دا شوي هم دي، موږ له ۶۰ کالو دا ګورو. قبايلي سيمې چې څنګه استعمال شولې، د دغو سیمو ولس چې څنګه استعمال شولو، او دهغوی په نوم چې څومره فنډونه دې هيواد ته راغلل، خو پښتنو ته ترې هيڅ ګټه ونه رسيده، نو زه دا وايم چې د دغې مسلي حل د اسلام آباد او پنډي ترمنځ دی))

د قامي وطن ګوند مشر او د خيبر پښتونخوا پخوانی وزيراعلی آفتاب احمد خان شير پاو وايي، چې ترهګري چونکې د پښتنو په سيمو کې روانه ده او يوازي د پښتنو کورونه ورانېږي نو د پاکستان د لويو سیاسي ګوندونو په لومړیتوبونو کې ترهګري نه بلکې نورې مسلي دي.

((موږ په بيا بيا دا وايو، په دې هيواد کې چې کومي تګلاري جوړېږي په هغو کې د پښتنو سوچ او فکر هیڅ برخه نه لري. او د سیاسي ګوندونو هم دغه مسله ده، چې د پښتنو ستونزو ته هډو څوک توجه نه ورکوي . او نن سبا چې په خيبر پښتونخوا کې څه روان دي، هغې ته ګرسره څوک پام نه کوي، موږ دا وايو، چې ترهګري د هيواد لويه ستونزه ده او دا خاص پام ته اړتیا لري))

په دې موضوع د پاکستان حکومتي پيپلز ګوند او مسلم ليګ نواز ګوند سره د بیا بيا رابطو باوجود دهغوي دريځ اخیستو کې بريالي نه شولو.
XS
SM
MD
LG