د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا: د وسله والو خونړۍ جګړه دوام لري


دا منګل باغ دی چې د لشکر اسلام مشر بلل کېږي
دا منګل باغ دی چې د لشکر اسلام مشر بلل کېږي




دخیبر اجنسۍ په لرې پرته تیراه سیمه کې د سخت دریزو وسله والو ډلو ترمنځ په روانو نښتو کې د وژل شویو شمیر تر اتیاوو اوښتی دی.

دا نښته، چې د تیرې جمعې پر ورځ د تیراه په میدان نومي سیمه کې د حکومت پلوې انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ پیل شوې وې لا هم په پوره زور سره روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.

تیرا د خیبر ایجنسۍ یوه غرنۍ سیمه ده، چې یو خوا له افغانستان او په کوردننه له کرمې سره ګډه پوله لري.

یوه امنيتي چارواکي ، چې نه يې غوښتل غږ يې ثبت شي مشال راډیو ته وویل، چې تراوسه د دواړو خواوو تر اتیا ډېر جنګيالي وژل شوي او ګڼ نور يې ټپیان دي.

دسرچینې دمعلوماتو له مخې ګومان کیږي، چې زیاته مرګ ژوبله به طالبانو ته اوښتې وي، ځکه چې انصار ډله په دفاع کې ده.

بلخوا ځينې سرچینې په دې نښتو کې ولسي خلکو ته د زیانونو خبر هم ورکوي، خو په سیمه کې د مواصلاتي او مخابراتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دسرچینو دمعلوماتو له مخې دجګړې له وجې یوزیات شمیر ځايي خلک نورو سیمو ته کډه شوي دي.

دخیبر اجنسۍ په دغې لرې پرته سیمه کې د تیرې جمعې له سهاره د دواړو سخت دریزو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

انصار الاسلام، چې یوه حکومت پلوې سخت دریزه ډله بلل کیږي، طالبان ملامتوي، چې تړون يې مات کړی دی او د دوی پر ځينې مرکزونو او سنګرونو يې بریدونه کړي.

د انصار یوه ویاند دا منله چې طالبانو په لومړي سرکې ددوی ځينې مرکزونه نیولي ول خو ادعايې وکړه چې له لاسه وتلي څو مهمې پوستې يې بیرته نیولي دي.

بلخوا طالبان بیا دغه ادعاوې نه مني او وايي، چې جګړه انصار پيل کړې خو ددوی جنګيالي برلاسي دي.

د طالبانو ویاند له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته ویلي، چې وسله وال يې لا هم پر مهمو سیمو حاکم دي.

تیراه یوه له هغو قبایلي سیمو ده چې بیلابیلې سخت دریزې وسله والې ډلې پکې فعالیت لري.

دمنګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام او حکومت پلوې انصار الاسلام چې له دې ډلې سره زړه دښمني لري له کلونو راهیسې په خیبر اجنسۍ کې سره به جنګ دي.

انصاراسلام دبریلوي او لشکر اسلام د دیوبندي مسلک پلویان دي او پر یوبل تورو پورې کوي، چې کړنې یې داسلامي قوانینو او اصولو پرضد دي.

دوی یو دبل پرضد جنګ جهاد او خپل وژل شوي جنګيالي شهیدان بولي.

که څه هم دغه سیمه د انصار اسلام ډلې مهم مرکز بلل کیږي، خو ویل کیږي، چې وسله وال طالبان هڅه کوي، څو دغه ډله کمزورې او په سیمه کې خپل واک ټینګ کړي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG