د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زموږ ناره ده، هر ماشوم په سکول کې"


د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن مشر کبیر افغان
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن مشر کبیر افغان


نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې پښتون ملت پاله،پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن اعلان کړی دی چې دوی د پخوا په شان، سږ کال هم د صوبې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې تعلیمي کمپین پېلوي چې زیات شمېر ماشومان په ښوونځیو (سکولونو) کې داخیله واخلي.

د پي اېس او یوه صوبایي مشر کبیرافغان له مشال راډیو سره په خبروکې وویل، چې د راروانې فبرورۍ میاشتې له ۱۰مې بیا د مارچ تر ۱۰مې نېټې به تعلیمي کمپېن چلوي.

٫٫زموږ د کمپېن بنیادي شعار او ناره ده ٫٫هر بچی په سکول کې،هر اُستاذ په کلاس کې او هر کلي کې سکول غواړو٬٬ او د دغه نارې تر سیوري لاندي به موږ دا ځل کمپېن بیخي په لوړې کچې شروع کوو او موږ هڅه کوو چې تر هر غره،هر کلي،هرې کوڅې او هر جوماته ولاړ شو او له هر وګړي سره ووینو او له هغوی غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان په سکولونو کې داخیل کړي او بلې خوا ته له هغو خلکو سره هم ووینو،چې ماشومان یې په سکولونو کې داخیل دي او هغوي ته به هم د ګډون غوښتنه ورکوو.٬٬


دا چې تعلیمي کمپېن به د بلوچستان کومو کومو پښتون مېښتو سیمو کې ترسره شي؟ کبیر افغان د پوښتنې په ځواب کې ووېل

٫٫د بلوچستان ټولې پښتون مېښتو سیمو کې به موږ کمپېن چلوو او د هرې ضلعې په کلي، کلي کې به یې چلوو. د بلوچستان په ۱۲ پښتون مېشتو ضلعو کې به موږ ګرځو، راګرځو. ضلع کوټه، ضلع پشین، ضلع کلا عبدالله، ضلع کلا سېف الله، ضلع سیوۍ، ضلع هرنایي، ضلع زیارت، ضلع لورالایي، ضلع شیراني، ضلع ژوب او ضلع موساخېل کې به موږ کوڅه په کوڅه دا کمپېن چلوو٬٬

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن مشرکبیر افغان زیاتوي، د دوی تېرو کمپینونو له برکته په سکولونو کې د نويو ماشومانو د داخیلېدو شرح ۲۰ فیصده زیاته شوې ده.

٫٫د بلوچستان تعلیم محکمې موږ ته په باقاعده توګه ویلي او منلي دي چې زموږ (پي-اېس-او) د تعلیمي کمپېنونو په نتیجه کې له ۱۵ تر بیا تر ۲۰ فیصده نوي ماشومان سکولونو ته داخیله شوي او د ماشومانو سکولونو ته د داخیلېدو شرح د پخوا په پرتله زیاته شوې ده .نو دا څومره لویه کامېابې ده. دا د ټول قام او ولس پرمختګ دی او یقینًا دا هر هغه څه دي چې زموږ د هلو ځلو په ترڅ کې را منځ ته شوي دي .بلې خوا ته زموږ دغو تعلیمي هلو ځلو ته په کتو سره،ځینو مُلکي او بهرنۍ موسسو (اېن-جي-اوز) موږ سره تماس نیولی او غوښتنه یې کړې چې دوی هم د دا قیسمه تعلیمي هلو ځلو لپاره زموږ مرستې ته اړتیا لري٬٬

دا چې دغه تعلیمي کمپېن ته په بلوچستان کې عام خلک په کوم نظر ګوري؟د کوټې یو اوسېدونکی محمد سعید له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل.

٫٫زما په فکر دا ډېرې مثبتې هلې ځلې دي او هغه خلک چې پوهه نه لري یا په څه وجه خپل ماشومان سکولونه ته نه داخیلوي، دا کمپېن به د هغو خلکو لپاره ډېر ګټور ثابت شي. بله خبره ده چې په دې کمپېن کې یو مهمه نعره ٫٫هراُستاذ په کلاس کې٬٬ هم ده .زما په فکر،هغه اُستاذ چې خپله دنده او ذمه وارې په سمه توګه پر مخ نه بیایي،هغه به هم دا احساس وکړي چې اوس په ټولنه کې پوهه زیاته شوېده او اوس د حکومت سره سره،عام کس هم ما ترلاس نیولی شي٬٬

پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن له تېرو دوو کلونو راهیسې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې تعلیمي کمپین پیل کړی دی چې په خپل ولس کې د تعلیم عامه پوهاوی ډېر کړي چې خپل زامن ښوونځيو کې داخل کړي.
XS
SM
MD
LG