د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورلايي: کان کې چاودنې ۸ کانکیندونکي ووژل


دا په ۲۰۱۱م کال د کوټې سورن رېنج د یوه کاڼ تصویر دی چې په کې له چاودنې لسګونه کانکیندونکي وژل شوي ول
دا په ۲۰۱۱م کال د کوټې سورن رېنج د یوه کاڼ تصویر دی چې په کې له چاودنې لسګونه کانکیندونکي وژل شوي ول



د بلوچستان د لورالايي په دوکۍ سیمه کې د کويلې په کان کې د چاودنې له امله اته کانکیندونکي وژل شوي، او دوه نور ټپیان شويدي. ځاي چارواکي وايي؛ د وژل شويو ټولو کانکیندونکو تعلق د خیبرپښتونخوا له شانګلې سیمې سره دی.

د دوکۍ له ښاره لوېدیځ لور ته د دریو کیلومیترو په واټن د کويلې په يوه کان کې چاودنې لسو کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د دوکۍ سیمې چارواکي وايي؛ په یاد کان کې د دوشنبې په سهار د پاکستان په وخت درېنیمي بجې چاودنه شوې، چې په کې اته کان کیندونکي وژل شوي، او دوه نور ټپيان شويدي. د دوکۍ اسسټنټ کمشنر عزیز خان موساخیل له مشال سره په خبرو کې د پېښي او همدومره مرګ ژوبلې تاييد وکړ، خو د ورځې تر يوولس نیمو بجو پورې لا هم نوموړي ته نور هيڅ معلومات نه وو. هلته د دوکۍ يوه اوسېدونکي الله نور بیا هم ددې پېښي په هکله مشال راډيو ته وویل

؛ دا تیره شپه د سهار خواته په درېنیمو بجو په دې کان کې چاودنه وشوه، چې په کې اته کان کیندونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شويدي. د چاودنې له امله د وژل شویو مړي سخت خراب شوي، چې پيژندګلوي يي لږ ګرانه ده. خو دا تر چاودنې وروسته بیا نورو کانکيندونکو په خپل مټ ټول مړي او ټپیان راویستل؛.

د دوکۍ د کویلې په دې کانو کې يوه بل کان کيندونکي بیا مشال راډيو ته وویل؛ ټول وژل شوي کان کيندونکي ددوي کلیوال وو، چې د ده په وینا تر غرمې وروسته به يي مړي پلرنيو سیمو ته واستول شي.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان صوبه کې د سکرو یا کویلې تر اته سوه زیات کانونه شتون لري. د سرکاري چارواکو په خبره په دې کانو کې تر څلوېښت زره زیات مزدوران کار کوي. چې اکثریت يي د خیبرپښتونخوا او افغانستان له بیلا بېلو سیمو سره تعلق لري.

خدای نور ناصر مشال راډیو کوټه
XS
SM
MD
LG