د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچا خان مقبره تر اوسه جوړه نه شوه


جلال آباد کې د باچا خان مزار
جلال آباد کې د باچا خان مزار


بازمحمد عابد مشال راډيو

د جلال اباد ښار شيشم باغ کې د غفارخان باغ چې درې لسيزې وړاندې به ترې په سپرلي کې د نارنج د ګل د وږمو خوشبو راوتله او په مني کې به د نارنج په ميوه ښايسته و، اوس د زمانې خزان داسې وهلی چې يوه کنډر ته پاتې کيږي. په دې کنډر کې اوس د پيښتنو ستر مشر او د عدم تشدد باني باچاخان دفن دی خو د مقبرې حالت د يوه مسافر ملنګ قبر ته پاته کيږي.

ننګرهار ميشتي فرهنګيان د باچا خان له کورنۍ او د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ له چارواکو غواړي چې د باچاخان مقبره دې په اساسي توګه جوړه کړی.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاذ مل شينواري وايي چې د باچا خان مقبره دې د هغه له شان سره سمه جوړه کړل شي:

« په افغانستان کې د ډيرو مصنوعي شخصيتونو مقبرې ډيرې مجللې او ډيرې ښکلې جوړې شوې او د ده مقبره تر اوسه نه ده جوړه شوې او په ډير بد حال کې ده. زما غوښتنه د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د ننګرهار له ادارې نه دا ده چې د باچا خان مقبره دې د هغه د شخصيت په تناسب په يوه ښکلي انداز جوړه کړي او د کوزې پښتونخوا له صوبايي حکومته غوښتنه لرم چې باچاخان زموږ او د دوی شريک و، موږ او دوی شريک خلک يو، هغوی ژمنه هم کړې وه، چې د ده مقبره به د ده د شخصيت په پام کې نيولو سره په ښکلي ډول جوړوي، نو زما هيله هم دا ده چې هغوی خپله ژمنه پوره کړي.»

شاعر او ليکوال امرالله اميد وايي چې د باچا خان د مقبرې په ليدو سخت ځوريږي.

« باچا خان د سيمې لپاره يوه ډيره لويه هستي وه. مګر اوس چې موږ په جلال اباد کې د هغه د مقبرې حالت ګورو، سړي ځوريږي.کم تر کمه هغه کار چې پخوا پيل شوی و او اوس نيمګری پاتې دی، هغه خو بايد سر ته ورسيږي، دا د ننګرهاريانو غوښتنه ده او د ټولو پښتنو غوښتنه ده. ځکه چې هغه د سيمې مشر و، د سيمې په خلکو کې يې لوړ ځای درلوده. زما شخصي غوښتنه هم دا ده چې د هغه مقبره جوړه شي، ګنبده پرې جوړ شوي او پاتې کارونه يې سر ته ورسيږي.»
.
د خلکو د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزی وايي چې که د باچا خان کورنۍ د مقبرې د جوړيدو چارې افغان دولت ته ورسپاري، نو افغان دولت به يې له جوړيدو څخه دريغ ونه کړي.
« د نشنل پارټۍ د لوړ رتبه غړو له خوا ويل شوي وو چې د باچاخان مقبره دوی پخپله جوړوي، ولې تر اوسه پورې دا کار تر سره نه شو، خو بيا هم که دوی اجازه ورکړي او د دوی خوښه وي، پخپله د ننګرهار اداره به د مقبرې د رغولو لپاره مرکز ته وړانديزونه وکړي. او مرکز هم اماده ګي لري چې د مزار د رغولو لپاره د افغانستان له بوديجي نه مرسته او کمک وکړي.»

د ذکر وړ ده چې د باچا خان د مقبرې د جوړيدو کار د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په دور کې پيل شو چې بيا د کورنيو جنګونو پر مهال يې د جوړيدو چارې کلونه کلونه وځنډيدې. خو د تيرو پنځو کلونو راهيسې يې د جوړيدو چارې څو وارې پيل شوې او له څه کار کولو وروسته به په څه ناڅه وجه وځنډې، د ۲۰۱۲ کال جون مياشت کې پرې نشنل پارټۍ او د ننګرهار ولايتي ادارې په ګډه کار پيل کړو خو د څو هفتو کار کولو وروسته دا دې څه باندې شپږ مياشتې وشوې چې کار يې ځنډ سره مخ شوی دی.
XS
SM
MD
LG