د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ګورنر راج ضد احتجاج




خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه:- په بلوچستان صوبه کې د ګورنر راج تر لګولو وروسته ددې صوبې هغو سیاسي ګوندونو چې په بلوچستان کې د ګډ حکومت برخه وو، د ګورنر راج پر ضد يي احتجاج پيل کړی. جمعیت علماء اسلام ف ډله، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ډله او د ځينو نورو سیاسي ګوندونو په ګډ اعلان هم نن یعني د جمعې په ورځ په بلوچستان کې د هړتال اعلان شوی دی. او زیاتوي که يي ژر تر ژره ګورنر راج بیرته ختم نه کړ، او پخوانی حکومت يي بحاله نه کړ، نو د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه به بیا هم په ټول بلوچستان کې پهیه جام هړتال کوي. د جمعیت علماء اسلام ف ډلې سینیټر حافظ حمدالله وايي؛ په بلوچستان صوبه کې ګورنر راج لګول غیر اييني او غیر جمهوري قدم دی؛.

؛ جمعیت علماء اسلام او د هغه اتحادیان وايي؛ په بلوچستان صوبه کې د ګورنر راج راوستل، دا غیر اييني او غیر جمهوري قدم دی. او موږ ددې احتجاج له لاري دا غوښتنه کوو، چې زرداري دي ژر تر ژره همدا ګورنر راج ختم او په پخوانی صوبايي حکومت دي بیرته بحاله کړي؛.

له دې سره چې په دې احتجاج کې بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ډله، جمعیت علماء اسلام بشردوست کاروان هم شامله دي. هلته د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی صوبايي وزیر علي مدد جتک هم له جمعیت علماء اسلام ف ډلې سره په دې احتجاج کې اوږه په اوږه ولاړ دی.

د جمعیت علماء اسلام بشردوست کاروان او د یادي اسمبلۍ پخوانی غړی ډاکټر عبدالرازق هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د حکومت دا ګام د ايين پر ضد دی، چې اوس يي پر ضد احتجاج کول ددوي حق جوړېږي.

؛ دا احتجاج زموږ اييني او جمهوري حق دی. ځکه چې ددې اسمبلۍ غړۍ د غلو پر لاره اسمبلۍ ته راغلي نه وو، بلکې د خلکو په ووټونو راغلي وو. مرکزي حکومت دا اسمبلۍ او دا حکومت ختم کړ، چې له دې څخه داسې ښکاري، چې دا د اولس د خوښې حکومت يي ړنګ کړ. او د هغوي حق تلفي يي کړې؛.

د یادولو وړ ده چې چې په بلوچستان صوبه کې تر هغه وروسته ګورنر راج ولګېد، چې د علمدار سړک په غبرګو چاودنو کې د وژل شويو کسانو له مړيو سره يي کورنيو څلور ورځې احتجاج وکړ، او تر هغه وروسته د پاکستان وزیراعظم راجا پرویز اشرف ددې صوبې صوبايي حکومت ختم، او پر ځاي يي ګورنر راج نافذه کړ.
XS
SM
MD
LG