د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ټول افغان طالبان خوشې کوي




د خارجه دفتر وياند معظم احمد خان په اسلام آباد کې اونيزې خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې پاکستان د افغان حکومت او امن د عالي شورا په خواست د خپل ملک زندانونو کې د بندي ټولو افغان طالبانو د خوشې کولو عمل شورو کړی دی.

د ده په خبره د افغانستان امنيت او مفاهمتي عمل کې د ايران، سعودي عرب روس او چين کردار هم ډېر مهم دی خو دغه ملکونو دې عمل کې د ګډون لپاره لا باضابطه کړنلاره نه ده ټاکلې شوې.

معظم احمد خان د طالبانو د نومونو او شميرې ورکولو نه ډډه وکړه خو زياته یې کړه چې هغه ټول طالبان چې افغان حکومت او د امن عالي شوره ګڼي چې څوک د امن عمل کې خپل کردار تر سره کولای شي هغه ټول به پرېږدي.

خو افغان خبریال سميع يوسفزۍ وايي، که څه هم دې طالبانو په يو وخت کې په دغه تحريک کې ډېر مهم کردار درلود او روستو د هغې چې دوی مختلفو زندانونو یا جېلونو کې بندیان شول، نو د دوی رول هم ورسره کمزوری شولو او بله دا چې د پرېښودل شویو طالبانو سره داسې څه قسمه لوظنامه هم نه ده شوې چې دوی به ارومرو د امن له پاره کار کوي او تره ګرۍ ته به نه ورځي او دغه وجه ده چې يو شمير پرېښودل شوي طالبان بيرته د جګړې ډګر ته تللي.

د ده په خبره تر دې دمه د طالبانو د خوشې کېدو څه خاص نتېجې په نظر نه دي راغلې. د يادونې وړ ده چې پاکستان تر دې دمه يو شمير طالبان په دې غرض پرې اېښې دي چې دوی به د افغانستان امن او جوړجاړي عمل کې خپل کردار تر سره کوي.

رياض موسه خېل مشال رېډيو

اسلام آباد

XS
SM
MD
LG