د لاسرسي ځای

تازه خبر

”مذهب د سیاسي هدف لپاره استعمالېږي“




انیسه اجمل مشال راډيو

پراګ:- که څه هم د پاکستان په ټولنه او سیاست کې د مذهب د کردار نه انکار ممکن نه دی خو ځینې څیړونکي او کارپوهان داسې فکر کوي چې اکثره خلک د مذهب په نامه د سیاسي مقاصدو حاصلولو لپاره کارول کیږي، لکه چې په ایکسپریس ټریبون ورځپاڼه کې کارپوه رسول بخش رییس لیکي چې د زیاتره مذهبونو یو شمېر منونکې په پټو سترګو د خپلو مذهبي مشرانو خبرې مني.

په پاکستاني سیاست کې د مذهبي ډلو د کردار په اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې رسول بخش رییس وویل، چې په ملک کې دا وخت مختلفې فرقې دي او اکثره خلک په پټو سترګو د دغو فرقو یا مذهبي مشرانو پسې روان وي.

((زما په خیال په ولس کې دومره شعور نشته او بیا د دغه شعور ځای مذهب اخستی دی. دا وخت په څنګه انداز کې چې مذهب خلکو ته وړاندې کیږي د هغي نه ما ته د خود غرضۍ او منافقت بوی راځي، زموږ ولس له مذهب سره مینه لري، خو پوره پوهاوی پرې نه دلري. ځکه ځیني هغه کسان چې تعلق يې یوې مدرسې ، فرقې یا له یوې ډلي سره وي نو مذهب د اقتصادي او ټولنیز طاقت په توګه د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.))

تیره اونۍ په اسلام اباد کې یوه مذهبي عالم ډاکټر طاهر القادري د حکومت پر ضد یو لوی لاریون وکړ، چې تر درو ورځو پورې يې دوام درلود . رسول بخش رییس وايي د دغه لاریون زیاتره ګډونوال د طاهرالقادري پلویان ول، چې له یوې خاص فرقې سره يې تعلق لرلو. بلخوا مذهبي سکالر قبله ایاز وايي، په موجوده وخت کې د پاکستان اقتصادي او سیاسي حالات ډیر خراب دي او هر کس په هیواد کې یو ښه بدلون غواړي نو ځکه خلک هر هغه مشر پسې روانېږي چې د بدلون خبره کوي.


((ځینې مشران داسې دي چې د هغوی یو ډیر تاریخي تسلسل دی، د نظریاتو او د افکارو، او د هغوی مننونکي ډير زیات دي او ځنې بیا داسې دي لکه څنګه چې په دې وروستو کې په لانګ مارچ کې خلک راغلل، یو جزباتي کیفیت وو او خلکو ته ایجنډا هم نه وه معلومه . زما په خیال خلک د پاکستان له موجوده نظامه ډیر تنګ شوي دي، نو څوک چې هم په دې حالاتو کې راپاڅي نو خلک ورپسې شي .بل خلک له مذهب سره مینه لري او د هغې بیا ځنې مشران غلط استعمال وکړي.))

کارپوه رسول بخش رییس بیا نیوکې کوي چې مذهبي مشران د اسلام هغه اصول خلکو ته نه وړاندې کوي چې په دغه مذهب کې دي بلکې هر کس د خپلو مفاداتو پر بنیاد مذهب ته یو خپل رنګ ورکوي.

(( هغه رښتونۍ مذهب چې اسلام ورته وایو، د هغې سمه فلسفه، خو اوس د دغه مذهبي ډلو مشران، د خلکو مخې ته هډو راوړي نه .ځینې مشران داسې دي چې د تشدد په فلسفه خلک د جهاد اړخ ته بیايي، د اسلام رښتیا او صحیح فکر اوس صرف په کتابونو کې پاته دی. د اسلام کومه فلسفه چې په ترکې او مینځني ختیځ کې ده هغه ماتا په پاکستان کې نه ښکاري .))

د رسول بخش رییس په وینا د ولس د پوهنې لوړه کچه کولی شي چې خلک د مذهب په نوم د سیاسي یا نورو مقاصدو لپاره له استعماله وساتي او دوی پخپله خپلې فیصلې وکړي.
XS
SM
MD
LG