د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پوځ و سختدریځي دواړه جمهوریت ته خنډ دي"




مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- له تيرو څو لسيزو راهیسې په پاکستان کې په خصوصي توګه او په جنوب مشرقي اسيا کې په عمومي توګه په سياست کې د مذهب عنصر زيات شوی دی. ، په پاکستان کې په ۸۰مه لسيزه کې یو شمیر سياسي ګوندونه د مذهبي فرقو په نامه جوړ کړل شول. خو مذهبي ګوندونو په ټولیزه توګه د پاکستان پر ټولنه څه اغېز وشو. په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري یې په اړه وايي، چې له دې سره په پاکستان کې جمهوریت ته زیان ورسېدلی:

((ګوره غربي نړۍ د ډيرو کوششونو پس د رياست د شناخت لپاره د مذهب استعمال نه خپل ځان لرې کړو ، اوس هم په غربي ټولنه کې مذهب شتون لري خو هغوی د سیاسي فیصلو او يا د رياست د چلولو لپاره مذهب نه کاروي، په پاکستان غوندې هيواد کې يو خو ډيرې مذهبي فرقې شتون لري او بل په ټولنه کې مذهبي سوچ هم ډيرې ژورې جرړې لري. نو د دې له وجې په پاکستان کې د جمهوريت په وړاندې چې کوم خنډونه رامنځ ته شوی دی. دهغې وجه هم مذهب وو، او ددې وجه دا وه چې رياست پاکستان په ۸۰مه لسيزه کې جهاد د خپلې تګلارې محور وګرځولو، چې له وجي يې مذهبي تنګ نظري زياته شوه او د روس پر ضد بيا د د جهاد حکومتي تګلاره غربي نړۍ هم پر مخ بوتله.))

په پاکستان کې څو څو ځله منتخب جمهوري حکومتونه د دغه هيواد پوځ کله په يوه تور او کله په بله تور له واکه لرې کړي دي، چې د څيړونکو په خبره د دې له وجي سیاسي ادارې په پیلې او منظمه توګه تر خپل فطري عمل لاندې نه تېرېږي او ځکه جمهوري ادارې کمزوري پاته کېږي. همدا خبره حسن عسکري هم کوي چې د جمهوري او سیاسي ادارو د پياوړتيا په مخکې د پوځ نه علاوه مذهبي سختدریځي هم يو لوی خنډ دی، نو هغه وايي.

((هو دا يوه وجه ده ، خو د جمهوريت چې کوم بنيادي اصول دی، هغه دا دی چې ټولنه کومه خبره هم قبوله کړي، که هغه د مذهب نه راغلي وي يا د کومې بلې لارې نه، خو چې ټولنه يې قبول کړي نو بیا يې نفاذ کېدای شي.او مذهبي چې کوم تصورات دي که هغه په هر شکل کې وي چې ټولنه يې قبول کړي، نو بيا به يې هر څوک قبلوي. او هم له دغه وجې بيا د جمهوريت نفي رامنځته شي، نو زه دا ويل غواړم چې جمهوريت ته د مذهب له وجې مسله نشته بلکې مذهبي انتها پسندي لويه مسله ده، او چې کله په ټولنه کې مذهبي انتها پسندي خوره شي، زغم کم شي نو بيا پداسي ماحول کې د جمهوريت پر مخ تلل ګران شي.))

د حسن عسکري په خبره د مذهب نه علاوه په ټولنه کې چې کله اقتصادي برابري او معاشرتي انصاف نه وي نو د هغې له وجې هم جمهوري او سیاسي ادري کمزوري کېږي.

XS
SM
MD
LG