د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځاځي میدان کې ګڼ وسلوال ووژل شول





ددوشنبې په ورځ ماسپښین مهال دوسلوالو مخالفینو له خوا د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د بلوڅو په سرحدي کلیو د وسلوالو مخالفینو له خوا برید شوی ،چې له امله يې خواوشا 42تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالقیوم باقي زوی مشال راډیو ته ویلي ،چې په دې درې ساعته وسلواله نښته کې افغان پوځیانو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

دی زیاتوي چې څه نا څه 500تنو وسلوالو مخالفینو ډله ییز برید وکړ د بلوڅو کلي تر خپل واک لاندې راولي او وروسته په دې کلیو کې مرکزونه جوړ کړي. امنیه قوماندان وویل ،چې مخالفین په پیل کې د سیمه والو له مقاومت سره مخامخ شول ،چې ډیر ژر افغان امنیتي ارګانونه د دوی مرستې ته ورورسیدل او د دواړو لورو ترمنځ درې ساعته نښته وشوه ،چې په پایله کې 16وسلوال مخالفین وژل شوي او 26نور ټپیان شوي دي ،همدارنګه له دوی څخه یو 82ملي متري توپ او یو شمیر نور مهمات هم د جګړې په ډګر کې پاته شوي دي.

امنیه قوماندان وویل،چې افغان امنیتي ځواکونو نن سهار وختي په یاده سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي چې سیمه د وسلوالو له ممکنه شتونه پاکه کړي.

وسلوالو مخالفینو دیاد وسلوال برید په اړه تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دیادونې وړ ده ،چې ځاځي میدان هغه امن لرونکې سرحدي ولسوالي ده ،چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د پښتنو له قبایلي سیمو سره په اوږدو کې ګډه پوله لري ،خلک يې حکومت پلوي دي او دقومي تړونونو له مخې د خپلې سیمې په امنیت کې مرسته کوي .

خبریال/نجیب الله الوخیل-خوست

XS
SM
MD
LG