د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر:له جرګې سره د پولیټیکل ایجنټ خبرې کامیابه شوې


د خیبر جرګه له پولیټیکل انتظامیې سره خبرې اترې کوي
د خیبر جرګه له پولیټیکل انتظامیې سره خبرې اترې کوي

فرهاد شینواری خیبر

د خیبر ایجنسۍ د باړې د عالم ګودر د پیښې وروستو جوړې شوې قبایلی جرګې نن په خیبر هاوس پیښور کې د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ مطهر زیب سره لیده کاته وکړل او د یو شمیرغوښتنو په منلو سلا شول،او جرګې د خپل احتجاج ځنډولو اعلان وکړ.

پر دې مهال د خیبرمرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان مشال ریډیو ته وویل چې(( دوی ورسره د باړې په پوځی عملیاتو کې نیول شویو بې ګناه قیدیانو په خوشی کولو،د یادې پیښې د پلټنو د پاره د آذاد عدالتی کمیشن جوړولو، متاثره شوو کورینو ته د معاوضې ورکولو باندې سلا شول، خو یوازې د باړې بازار د خلاصولو او د مارټر ګولو د بندولو له پاره مو له جرګې مشورې غوښتې دي او په دې لړ کې د باړې خلک هم خپلې قامی ذمه وارۍ پوره کوي، او د دې لپاره به د راروان زیارت په ورځ یوه بله جرګه کیږی،او دغه ستونځې به هم پکې هوارې شي))


په دې جرګه کې شریک یو مشر اقبال آپریدي وویل چې (( موږ پولیټیکل ایجنټ سره کامیابې خبرې اترې وشوې او زیاتره غوښتنې یې راسره ومنلې او چې کوم کمۍ په کې پاته شو هغه به هم زر پوره شي))

او د باړې یو بل مشر حاجی عبدالحنان وویل چې((زموږ ځینې خبرې پولیټیکل ایجنټ تسلیم کړې او ځینې خبرې پاته شوې په هغه به هم سره زر سلا شو،او موږ غواړو چې په باړه کې په مارټر ګولو د عامو خلکو په نخښه کول بند کړل شي او د باړې بازار دې خلاص کړل شی ))

یاده دې وي چې، د باړې په عالم ګودر سیمه کې د تیرې نهې په ورځ د اتلسو ولسی وګړو مړي موندل شوي ول، چې بیا د باړې مظاهره چیانو دغه مړي د تیرې شورو په ورځ په پیښور کې احتجاجا د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر د کور مخې ته ایښی ول،او د شپې ناوخته ترې پولیسو په خپله ولکه کې واخیستل او د خیبر پولیټیکل چارواکو ته یې حواله کړل. له هغه وروسته د وژل شوي مړي د یوې جرګې له لارې په خپلو سیمو کې خاورو ته وسپارل شول،او د یادې جرګې په وینا د احتجاجونو لړې ودرول شوه. د باړې سیمې خلک وايي چې دغه ولسی وګړي امنیتي سرتیرو وژلي ول خو پوځ لا هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلی.

د ویلو وړ ده، چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي او وخت ناوخت په کې داسې پیښې رامنځ ته کیږي. چې ولسی وګړو ته هم په کې زیانونه اوړي ،او د بد امنۍ او کرفیو له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلې دي، چې دا مهال یې ډیری کورنۍ د جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG