د لاسرسي ځای

تازه خبر

طاهرالقادري سوچ کاوه چې ټول ولس به یې تر شا ودري



اسرار عالم مومند مشال راډيو

پراګ:- د منهاج القرآن مشر طاهرالقادري د لانګ مارچ په اړه ځینې کارپوهان وایې، د دې ترشا د هېواد اسټبلشمنټ وو چې غوښتل یې جمهوري عمل له پټلۍ وغورځوي خو بيا ځینې له دې سره اتفاق نه کوي او وایی چې قادري غوښتل د خپلې نظریې پر اساس د ولس د استحصال په وسيله له مذهبي قوته سياسي قوت جوړ شي.

په اسلام اباد کې د سياسي او سيمه یېزو چارو کارپو خادم حسېن هم وایي، د طاهرالقادري تر شا د پاکستاني اسټبلشمنټ لاس وو.

((ځینې قوتونه دي چې غواړي په پاکستان کې روان سياسي عمل له پټلۍ وغورځوي ، ظاهره خبره ده په هغه کې د پاکستان اسټبلشمنټ دی، د سيمي او نړۍ ځینې قوتونه دي چې هغه په پاکستان کې د ۲۰۱۴ کال په حواله يو خاص قسم خلک استعمالول غواړي))

خو په اسلام اباد کې د دفاعي او سياسي چارو کارپو حسن عسکري وایي، که چری د طاهراالقادري ترشا پوځي اسټپلشمنټ وای نو د لانګ مارچ په دغه څلور ورځو کې به یې حکومت ړنګولۍ وای:

(( که څه هم خلک وایې د دی ترشا اسټبلشمنټ وو خو تر دې وخته پوری څه داسې ثبوت نه دی ترلاسه شوی. بله دا چې د اسټبلشمنټ او حکومت ترمنځ شخړه هم نه شته، البته قادري دا سوچ کاوو چې هغه به له ځان سره خپل مذهبي پېروکار اسلام اباد ته بوځي او بيا به نور سياسي ګوندونه او ټول ملک هم له ده سره ملګري شي او حکومت به وړنګوي او دويم سوچ یې دا کاوو چې دوی به درې څلور ورځې په اسلام اباد کې ناسته وکړي نو بيا به پوځ پخپله حکومت له منځه يوسي))

کارپو حسن عسکري زياتوي قادري غوښتل چې له مذهبي قوته سياسي قوت جوړ شي:
((دا هغه خلک دي، چې له مذهبي قوته د سياسي قوت د جوړيدو شوق لري او بيا د مذهب په وسيله د ولس استحصال کوي ، قادري د لانګ مار ګډونوالو ته د قرآن قسم ورکړی وو او هغوی یې هلته ايسار کړي وو بلکې هغوی یې يو ډول يرغمال کړي ول او دغه رنګ عجيبه خلک ملک له مشکلاتو سره مخامخوي))

کارپو خادم حسېن وایي، که څه هم د لانګ مارچ له وجې اقتصادي نقصان وشو او ځینو خلکو خپلې پيسې او قمېتي شيان د چندي په توګه قادري ته ورکړل خو د نوموړي په خبره دې مارچ سياسي ګوندونه د غېرجمهوري قوتونو ضد يو موټي کړل .

د حسن عسکري په خبره د طاهرالقادري زړورتيا چې په خپل سر یې دومره لوی لانګ مارچ وکړو ښيي چې په پاکستان کې جمهوري حکومت کمزوری دی ، دی زياتوي بايد چې په راتلونکې کې د دا قسمه قوتونو د مخنيوي لپاره ګام پورته کړل شي .

خو خادم حسېن وایي، د قادري لانګ مارچ د ناکامه کېدو وروستو داسې نه ښکاري چې په پاکستان کې بيا څوک د ولس دهوکه کولو لپاره دا قسمه ډرمه وکړي .

په داسې حال کې چې په پاکستان کې عامو انتخاباتو ته يو څو مياشتې پاته دي.

کارپو خادم حسېن وایي د طاهراقادري لانګ مارچ د غېر جمهوري قوتونو لخوا اخري هڅه وه چې په دغه هېواد کې جمهوري عمل له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG