د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که مرو که ټپي کېږړ د انسانیت خدمت نه پرېږدو"




نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د جنوري میاشتې پر ۱۰مه نېټه په خونړیو چاودنو کې چې په سلګونه کسان وژل شول او ټپیان شول، په هغو کې د ٫٫ایدهي٬٬ مرستندوېه کارکوونکي هم شامل دي. په بلوچستان کې د خیریه ادارې مشر،بابل خان چې په خپله هم په چادونه کې ژوبل شوی وو، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

٫٫یو ټېلېفون راغلی او وېل یې چې پر علمدار سړک چاودنه شوې ده او ډېر کسان په کې ټپيان شوي دي.ما ژر تر ژره انتظامات وکړل او د پېښې ځای ته له خپلو ملګرو سره ور ورسېدم.ټول ټپیان هلته پر زمکه پراته ول. هغوی مې په اېمبولېنس کې کښېښودل او هم دغه وخت بله چاودنه وشوه.له چاودنې وروسته په ځان نه یم خبر شوی چې څه....!زموږ ګاړۍ په چاودنه کې وران شولو، او زه یې د ٫٫سما٬٬ ټي-وي په ګاړۍ کې پوځي روغتون ته راورسولی وم او وروسته یې په یوه بل شخصي روغتون کې درملنه راکړه٬٬


بابل خان زیاتوي،له ټپي کېدو وروسته تر ۲۴ ساعته په ځان نه وو خبر او نږدې هم دومره وخت وروسته په ځان پوه شو .دی وایي،له درملنې وروسته اوس بیخي ښه دی او ډېره بهترې محسوسه وي.دی وایي. دی له خونړۍ پېښې ژوندی راووتلی،خو ملګري یې وژل شوي دي:

٫٫موږ ۸ ګاړي یولې وې.۵ خو په مکمله توګه د چاودنې ښکار شوې او باقي ۳ هم زیانمنې شوې دي.البته تر ټولو لویه او غمجنه خبره دا وه چې له ما سره څلورو کارکونکو ملګرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او اوس یې یواځې یادونه راپاته دي٬٬

په کوټه کې د اېدهي خیریه ادارې کارکونکي
په کوټه کې د اېدهي خیریه ادارې کارکونکي


په یادو څلورو مرستندوېه کارکوونکي کې عبدالصبور، آصف مسیح،اختر محمد او ظریف مېنګل شامل وو.له ٫٫اېدهي ادارې٬٬ سره کارکوونکی،بازمحمد عادل وایي،دوی تل د خلکو خدمت کوي او خدمت یې یواځې او یواځې د انسانیت لپاره وي:

٫٫چې کله هم په پاکستان کې کومه بده ورځ راغلې ده،زموږ مرستندویه کارکوونکي هلته رسېدلي دي.په زلزلو،سېلاونو او نورو بدو حالاتو کې زموږ خدمات له چا پټ نه دي.موږ دا ټول خدمت بې له مالي او ځاني ګټې او بې له څه رنګ ونسله؛یواځې او یواځې د انسان او انسانیت لپاره کوو.کوم کس چې په یوه پېښه کې اغېزمن شوی وي،نو هغه موږ داسې ګڼو،لکه خپل پلار،خپل ورور،خپله خور او خپل بل نږدې قریب. ٬٬


د اېدهي ادارې د بلوچستان مشر بابل خان وایي،پر ځاني او مالي تاوانونو برسېره یې هم جذبې ځوانې او شوق لا هم زلمی دی.

٫٫موږ همت بایللی نه دی. ما پخپله د کوټې خونړۍ چاودنه په سترګو ولیدله.ټپي یې کړم،خو همت او شوق یې را کم کړی نه دی،بلکې ته به باور نه وکړې او مبالغه به یې وګڼې چې زموږ د انساني خدمت کولو شوق نور هم پورته شوی دی.پخوا به لا کېدی شي، څه نا څه کاهلي او سُستي راڅخه شوې وي،خو اوس به دا هم ختم وي او مقصد به مې یواځې دا وي،چې په بدو حالاتو کې ښکېل کس ژر تر ژره روغتون ته ورسوو٬٬

د مرستندوېه ادارې ٫٫اېدهي٬٬ کارکوونکي وایي؛کوم سکون،خوشحالي،آرام او خوند چې د انسان او انسانیت په خدمت کولو ترلاسه کېږي، بل ځای یې مثال ډېر کم ترسترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG