د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان اسمبلۍ د ګورنر واک رد کړ


د بلوچستان پخوانی وزیر بسنت لال ګلشن
د بلوچستان پخوانی وزیر بسنت لال ګلشن



بلوچستان اسمبلۍ د تېرې سیشنبي په ماښام په کوټه کې ترسره شوي یوې غونډه کې د ګورنر واک په نافذېدو احتجاج کړي او د دغه پر خلاف یي قرارداد هم په ا کثرت رایې سره منظور کړی دی.

بلې خوا ته قانون او آیین پوهان وایي،د آیین آرټیکل ۲۳۴ نافذېدو وروسته اوس د اسمبلۍ یاده غونډه هیڅ قانوني حېثېت نه لري.

د بلوچستان لیرې کړل شوې اسمبلۍ غړی غلام جان بلوڅ په دغه اړه مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل

((په غونډه کې ۲ قراردادونه وړاندي کړل شوي، په یوه کې د کوټې خونړیو چاودنو غندنه وشوه او دوېم کې په صوبه کې د ګورنر واک نافذول وغندل شول او دا یي یو غېر جمهوري عمل وبللی شو،ګوره که بدلون راوړل ضروري وو،نو په اسمبلۍ کې دننه دې راغلی وای، وزیراعلی د بدلولو په شکل کې وواو که په څه بله طریقه،خو دغه د ګورنر واک نافذولو عمل نه منو او دا په سختو ټکو ردوو))

دا چې د ګورنر واک په موجودګۍ کې د صوبایي اسمبلۍ غونډه کېدل څه مانا ور کوي، د بلوچستان یو قانون پوه او وکیل بازمحمد کاکړ ووېل.

((د پاکستان آیین آرټیکل ۲۳۴م استعمالولو او نافذولو وروسته د بلوچستان اسمبلۍ ټول اختیارات او د قانون سازۍ عمل قامي اسمبلۍ او مرکز ته منتقل شول او ګورنر به دغه عمل د مرکز د استازي په توګه په صوبه کې چلوي.ځکه په صوبه کې د ګورنر واک او قوانینو په موجودګي کې د صوبایي اسمبلۍ غړي که سره راغونډېږي او په اسمبلۍ کې کوم مجلس کوي،نو د دغه عمل هیڅ قانوني،سرکاري او دفتري حیثیت نشته))

بلې خوا ته په بلوچستان کې د هزارګانو او اهل تشیع سره اړه لرونکي سازمانونو د بلوچستان اسمبلۍ پر غونډې سختې نیوکې کړې او د مُلک له چیف جسټس یې د دې نوټس اخیستو غوښتنه کړې ده.

د شیعه کونسل یو مشرقیوم چنګېزي په دغه اړه مشال رېډیو ته ووېل

((په کار ده چې مرکزي واکمنان د دې عمل نوټس واخلي او زه هیله من یم چې د صوبې ګورنر به د دې خبرې په لړ کې ضرور یو ګام واخلي))

یاده دې وي،په کوټه کې د تېر زیارت ورځې له خونړیو چاودنو وروسته،د پاکستان وزیراعظم په صوبايی حکومت وړنګوه او ګورنر واک یي نافذ کړو.

د مشال راډیو خبریال نیاز موساخیل کوټه

XS
SM
MD
LG