د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانې بنده خوشې شوي طالبان خپلې کیصې وایې


سرچینه: ډیلې بیسټ
ژباړه: هارون باچا

خبريال او ليکوال سميع يوسفزي په ډيلي بيسټ ويب پاڼه کې ليکلي چې په دې وروستيو کې د پاکستان له بنده خوشي شويو افغان طالب مشرانو د هغو شکنجو په اړه چې ورباندې د پاکستان په زندانونو کې شوي، ويل پيل کړي دي.

د ليکوال په خبره، په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې د روان طالب ياغيتوب ملاتړ کوي، پرته له کومې حيرانتيا، په پاکستاني بند کې پر طالب مشرانو شويو شکنجو دوئ د دغه هېواد مخالف کړي دي.

ليکوال د طالبانو د رژيم د انصاف وزير ملا نورالدين ترابي يادوي چې وايي پاکستان په ۲۰۰۵ م کال کې بندي او دغه تېره مياشت يې خوشی کړ. ترابي، چې عمر يې له شپېتو کالونو اوختی، د کراچۍ په خپل کور کې د خپلې کورنۍ غړو او دوستانو ته کيسې کوي چې څه رنګه په يوه تياره کوټه کې يوازې ساتل شوی و، خواړه به ورته کم ورکول کېدل او د تر پينځو کالونو پورې په مستقيمه توګه شکنجه کېدلو. په دغه موده کې نوموړي د خپلې يوې روغې پاتې سترګې نظر هم بايلود.

ترابي خپل يو نيږدې ملګري ته ويلي، باور لري چې که چيرې د امريکا په بند کې وای نو دومره ډېر به نه وای شکنجه شوی. ترابي دغه ملګري ته زياته کړې چې پاکستانيو پلټونکو ترې تر ۲۰۱۰ م کال پورې هم دغه پوښتنې کولې چې ملا عمر او اسامه بن لادن چيرته پټ دي.

ليکوال په دې وروستيو کې د پاکستان له قيده خوشي شوي د طالبانو د يوه بل قومندان او د افغانستان د يوه ولايت د مرستيال ګورنر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، خبرې هم راخيستې دي. ده ويلي، د پاکستان په بند کې ورسره دومره بد سلوک شوی چې دی دغه هېواد ته د يوه دښمن هېواد په سترګه ګوري. دغه قومندان زياته کړې، دی به کله هم د پاکستان لخوا ورکړل شوې ذهني او بدني شکنجه هېره نه کړي.

ليکوال وړاندې وايي، د پاکستان په بندي خانو کې له قيديانو سره زور زياتی کېدل کومه نوې خبره نه ده. ليکوال په دغه لړ کې د امريکا د خارجه وزارت د يوه رپورټ يادونه کوي چې په کې په پاکستان کې له عدالته د باندې وژنې، د خلکو غايبېدل او د هغوئ شکنجه کېدل د بشري حقونو له پلوه غټې ستونزې په ګوته شوي دي.
دغه راز د بشري حقونو د څار نړيوالو ادارو هم په خپلو رپورټونو کې په پاکستان کې د ورته موضوعاتو يادونه کړې ده.

د طالبانو خوشي شوي قومندان ډيلي بيسټ ويب پاڼې ته ويلي، نه پوهيږي چې حالات څنګ بدل شول. د ده په خبره، يو وخت و چې بدتره دښمن به ورته ويل کېدل. بيا ښه او خبره منونکي قيديان شول، او دغه تېره مياشت پرته له کومه شرطه ازاد کړل شول.
XS
SM
MD
LG