د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علمدار په پیښه په کوټه کې کاربندیز روان دی


نیاز موسا خیل مشال راډیو

کوټه : د تېر زیارت ورځې د خونړیو پېښو خلاف نن په کوټه کې کار بندېز روان دی. دا کاربندېز د پښتون ملت پاله،پښتونخوا ملي عوامي ګوند له اړخه اعلان شوی دی.د بلوچستان تاجرانو اتحادیې د هړتال د حماېت اعلان کړی دی.

یاده دې وي، د تېر زیارت په ورځ د کوټې خونړیو پېښو په ترڅ کې په سلګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي وو،چې زیاتره شمېره پکې له شیعه مسلک سره اړه لروونکي،هزارګانو و. دغه خلک د خپلو خپلوانو د مړیو تر څنګ احتجاج کوي.

د پښتون ملت پاله،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي صدر،عثمان کاکړ مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال د هړتال په اړه ووېل

٫٫نن د جنوري ۱۳مه نېټه به زموږ له اړخه په کوټه کې مکمله هړتال وي.دا هړتال جمهوري او د خلکو او تاجرانو په مرسته ترسره کېږي او دا به د قاتلانو په خلاف او د ۳ سوه وژل شویو او ټپي شویو وګړیو په حق کې وي او دا به په راتلونکې کې د کوټې نږدې ۳۰ لکه انسانانو د ساتنې لپاره وي٬٬

عثمان کاکړ زیاته کړه.د خلکو تر مېنځ سخته وېره خوره ده او دوي پوښتنه کوي چې آخیر حکومت چرته دی؟

٫٫تاجران پرېشانه دي،مزدوران پرېشانه دي.زده کوونکي پرېشانه دي.۳۰ لکه انسانان پرېشانه دي.ګورنر پر خپل ځان کلا راګرځولې ده او وزیراعلی پر خپل ځان . واکمنان خپل ځانونه کلابند کړي دي، او ولس یې د بریدګرو پر رحم و کرم پرې اېښې دي.بله بد بختي بیا دا ده چې وزیراعلی له کوټې ورک دی.خدای خبر چې په دبۍ او لندن کې دی،که چرته خپلې مزې کوي؟اوس له دې واکمنانو څه غوښتنه کول بې ځاېه کار دی او له دوي څه غوښتنه ګرسره ګناه کبیره دی٬٬


بلې خوا ته د بلوچستان تاجرانو اتحادیې صدر رحیم کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له اړخه اعلان شوي هړتال په اړه مشال رېډیو ته ووېل

٫٫موږ د دې هړتال د حماېت اعلان کوو،ځکه چې په ښار او صوبه کې بد امني ده.هدفي وژنې دي.اغوا برایې تاوان دی او مړي غورځول کېږي.له ۳ ورځو راهیسې خلکو مړي پر سړکونو اېښي دي او څوک غوږ نه ورته نیسي.د دغو ټولو ستونزو په لړ کې موږ دغه هړتال ستایو او مرسته به ورسره کوو٬٬

یاده دې وي،د تېر زیارت په ورځ د بلوچستان په کوټه کې د بېلابېلو خونړیو پېښو په طرڅ کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر هم دومره شمېرې زیات وګړي ټپي شوي وو، چې زیاتره شمېره پکې له شیعه مسلک سره اړه لرونکي هزارګانو وو.

د یادو خونړیو پېښو په خلاف د تېرې جمعې په ورځ د تاجرانو اتحادییې له اړخه هړتال شوی او نن د اتوار په ورځ د پښتون ملت پاله ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له اړخه مکمل کاربندېز ترسره کېږي.
XS
SM
MD
LG