د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومتي چارواکې علمدار سړک ته ورغلې، احتجاج لا هم روان دی


نیاز موساخیل مشال راډیو

کوټه: د بلوچستان ګورنر ذوالفقار مګسې او د پاکستان د مذهبې چارو مرکزې وزیر خورشید شاه د کوټې علمدار سړک ته ورغلې ، چې د احتجاج کونکو سره خبرې وکړي، څو دوی خپل مړي خاورو ته وسپاري.

په کوټه کې د زیارت ورځې د چاودنو وروسته د وژل شوو کسانو خپلوانو،چې زیاتره پکې هزارګان دي،د خپلو مړیو له ښخولو انکار کړی او ویلې دي چې تر هغه وخته به احتجاج جاري ساتي،تر څو کوټه پوځ ته نه وي سپارل شوې.

د دوی دغه احتجاج د خپلو خپلوانو د مړیو تر څنګ د تیرې ورځې راهیسې يه سخته یخنۍ کې د ښار په علمدار سړک دوام لري. د هزاره ډیموکریټک ګوند صدر عبدال خالق هزاره مشال راډیو ته وویل،

((د دې کال په پیل کې د دوی ۱۲۵ زیات کسان ووژل شول، او یوازې په لسو ورځو کې د دومره کسانو وژنه دا مطلب لري، چې زمونږ امنیتي ځواکونه او حکومت په مکمله توګه ناکامه شوې دي، او زمونږ د ساتنې لپاره هیڅ نه کوي، او ځکه د احتجاج په توګه زمونږ احتجاج هم جارې دی، او زما په مشرۍ کې بله ډله د لوږې په احتجاج ناسته ده، او دا هړتال به تر دریو ورځو دوام لري))


عبدال خالق هزاره وویل، د دوی غوښتنه ده، چې باید د پوځ په مشرۍ کې دې د دوی د ټولنې د غړو د وژنې پلټنې وشې، او د ککړو عناصرو خلاف عملیات پیل شي. هزاره په خپلو خبرو کې دا هم وویل، باید حکومت او هیواد امنیتې ادارې دا مالومه کړې، ترهګر په کومو سیمو کې پټن ځایونه لري، او څنګه په خپلو ّڅو کې کامیابه شي.

په دغه احتجاج کې ګډونوال وایې، د دوی احتجاج به تر هغې دوام لرې تر څو چې د دوی غوښتنې سر ته نوي رسیدلی. ژوبل کسان د کوټې په پوځې روغتون کې تر درملنې لاندې دي، او زیات ژوبل کسان کراچۍ ته د وړلو لپاره تیاریانې پیل شوې دي.

په کوټه کې د زیارت (پنجشنبې پر ورځ ) دریو درنو چاودنو د دوو سو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. تر ټولو زیاته مرګ ژوبله پر علمدار سړک له دوو پرله پسې بمې چاودنو واوښتله،چې پکې یو اتیا کسان ووژل شول، او شاوخوا ۱۲۱ زوبل شول. تر دغې وړاندې باچا خان څلور لاره کې یوې بمې چاودنې ۱۱ کسان ووژل او ۲۷نور یې ژوبل کړل.

بلې خوا ته د پاکستان وزیراعظم راجا پرویز اشرف د کوټې د وضعې نوټس اخیستی او وزیراعلی اسلم رییسانې ، د بلوچستان او مرکزي حکومت د خبرتیاو وزیرانو ته یې دا وییلې چې په سمدستې توګه دې د حالاتو جایزه واخلې ، او د پیښې ځای ته دې ولاړ شې.
د باچاخان څلور لاري د چاودنې مسوولیت بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلي، او د علمدار سړک د چاودنو مسوولیت لشکر جهنګوي پر غاړه اخیستی.
XS
SM
MD
LG