د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قادري لاریون مخه د پښتنو په کنټېنرو نیول کيږي



رابعه اکرم مشال راډیو

د اسلام اباد انتظاميې د تحريک منهاج القران مشر ډاکټر طاهر القادري د څوارلسم جنوري د لانګ مارچ په سلسله کې د حساسه علاقو د حفاظت لپاره يو شمير کنټېنرې درولې دي. خو ډرايوران شکایت کوي، چې پوليسو په زوره د دوی کنټېنرې دلته راوستي دي.

د دیر سیمي یو ډرایور اسلام محمد مشال راډیو ته وویل:

(( د ترنول تاڼه پوليسو ونيولم ، ما ورته ويل څه چل دی ، راته يې وويل چې تا یوسړی وهلی دی ما ورته وويل ښه، اوس به معلومه شي نو چې لاړو، هلته سړی نه و ، له ما يې د ګاډي کاغذونه واخيستل، چې هر څه مې وکړل راته يې ويل، چې اسلام اباد کې موږ روډ بندوو او دا کنټېنر به درنه کوزوو، هلته يې څه دري ګنټې ودرولو ، بيا يې دې اړخ ته راوستو نو ټوله شپه دلته ولاړ وو نو اوس دلته له دوی سره غټ کرېن نشته چې زماله ګاډي کنټېنرې کوزي کړي.دوه کرېن يې راوړې نو هغوهم دا کنټېنر نه شي اوچتولي))

هم دغه رنګ د مومند ايجنسۍ يو بل ډرایور راحيل خان وايي چې له دو ورځو راهيسي دلته ولاړ يو د پوليسو چارواکي دې صرف دومره وکړي چې کم از کم دا کنټېنرې دې کوزې کړې چې يو اړخ ته شو.

((په موټروې يې ونيولو، ويل چې اسلام اباد کې داسي مسله ده نو موږ به ستاسو کنټېنرې کوزوو ، تقريبا د شپي درو بجو پوري ورته سوال زاري وکړه ، نه يې منله، د ګاډي کاغذونه يې رانه واخيستل، غريبي ده زموږ، په دې ګاډوبه قسطونه ګټو دي ، مخکې رانه بل هم غواړي . بس دلته ولاړ يو، د ډوډي چای انتظام هم نشته، اوس نه يو خبر چې کله به رانه دا کنټېنر کوزوي ))

یو بل ډرایورمحمد اسحاق وايې مزدوري ونه کړو نو څه به وکړو، اوس په دې فکر يم چې دا مخکې څو ورځې به څنګه تيرومه.

(( چې ګاډي نه چليږي نو څه به مزدوري وکړو ، بس دلته نهر نهور ناست يو، دوه ورځې وشوې چې دلته يې کينولې يو ، څه صحيح معلومات راته نشته ، مزدوري يې راته خرابه کړه ))

کله چې مشال راډيو په دي لړکې د اسلام اباد د حفاظتي چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه نو دبيا بيا د کوښښ باوجود ورسره اړیکه ونه نیول شوه.

XS
SM
MD
LG