د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د تشدد او بربریت نظریه، اسلامي نظام نه شي راوړی"


مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- د تيري یوی لسیزي راهيسي په پاکستان کې او د تيرو څو لسیزو راهیسی د نړي په بيلا بیلو هيوادونو کې يو شمير وسله والو ډلو د اسلام په نوم د خپلې تشريح شوې نظريې د عملي کولو لپاره د حکومتي او غير حکومتي ادارو کارکونکو د وژني، د پلونو ، سکولونو، صحي مرکزونو او غرض د هر هغه بنيادي ډهانچې د تباه کولو یوه نه ختميدونکې لړۍ پيل کړېده، چې عام ولس ترې ګټې پورته کوي، او د ټولنې د پرمختګ وسیله جوړيداې شي.

مفتي فضل منان وايي، "چې اسلام په قطعي توګه د د ا ډول تګلارو چې د تباهي عنصر پکې شامل وي او د دين نه د کرکې احساس تري پيدا کېږي اجازت نه ورکوي. او څوک هم چې د اسلام په نامه د خلکو فصلونو ، ونې او ودانيو ته زيان رسوي، الله تعالی د هغو خلکو په اړه په قرآن پاک کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وختونو کې د يو کس اخنس بن سوريت واقعه بیان کړې چې هغه به د مسلمانانو سره کېناستو او د رسول د خداي په محفل کې به هم وو خو چې کله به ي د مسلمانانو سره څه ډول کېنه پيدا شوه نو هغه به بیا د مسلمانانو فصلونه سيځل، پټي به يې ورانول او د هغوی د مالونو نه به يې پښې غوڅولي. الله تعالي د هغه په اړه ایتونه نازل کړل او هغه یې د منافق په نامه ياد کړ."

په لاهور کې د سياسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري بيا وايي چې د تاريخ په پاڼو کې راغلو واقعو نه دا مالوميږی چې کومو تحريکونو هم د وسلې او تشدد پر اساس د خپلو نظريو پر مخ د بوتلو لاره خپله کړي ده، هغه تحریکونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

"چې کوم تحريکونه هم دې لکه طالبان او يا نورې ډلې. نو هغوی نړۍ ته د هغوی په نظر د کتو یوه نظريه رامنځته کوي. چې په نړۍ کې روانو معاملو او واقعاتو ته په کوم نظر کتل په کار ده ، او که څوک غواړي چې د دغو نظريو د مخنيوي لپاره متبادیله نظريه ټولنه کې رامنځته کړي ،نو بيا به عام ولس ته رسېدل په کار وي. هغوی ته به ويل غواړي چې د سوچ کولو متبادیلې لارې څه کېدی شي. او د دې نظريې لپاره بیا ملاتړي پيدا کول ضروري وي چې د خلکو ذهنونه بدل شي. او هغوی په دې پوه شي چې د بدلون راوستو لپاره یوازي د ټوپک لاره نه ده بلکې د يو ټولينيز او يا مذهبي نظام د ودورلو لپاره د تشدد او ټوپک نه بغير هم کار کېدای شي."

په هره ټولنه کې د نظريو پر مخ بيولو لپاره د ولسي او سياسي ادارو شتون ډير ضروري وي دا چې په پاکستان کې د کومې متبادیلې نظريې خبره پروفيسر حسن عسکري کوي ايا د هغې نظريې عام ولس ته د رسولو لپاره مطلوبه اداري شته او که نه ، پروفيسر حسن عسکري یې په اړه وايي.

"متبادیل فکر خو شته، خو مسله دا ده چې هغه متبادیل فکر په موثره توګه نه خوريږی، او د سختدريځو پر ضد متبادیل فکر په بنيادي توګه يوازې حکومت پر مخ وړي. خو هغوی دغه متبادیل فکر عام ولس ته د رسولو او پر مخ بوتلو لپاره په ريښتیا معنو کار ونه کړ . او حکومت چې کوم اقدامات کړي هم دې د هغې د عملي کولو لپاره د يو سياسي چوکاټ په رامنځته کولو کې ناکامه شوي دي. نو ځکه په پاکستان کې لا هم د اسلامي سختدريځۍ او تشدد لاره بر لاسې ده."

پروفیسر حسن عسکري وايي چې که څه هم په پاکستان کې وسله والې ډلې د اسلام نوم اخلي خو د ده په وینا داسې کوم مثالونه نشته چې د بر بريت په تګلاره چرته هم اسلامي نظام قایم شوي او يا پیاوړی شوی وي.


XS
SM
MD
LG