د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې شری خور شوی دی




فرهاد شینواری مشال راډيو

د صحت محکمې چارواکو او ځايي خلکو وايي، په خیبر ایجنسۍ کې شری خوره شوی دی، چې له لاسه یې تر اوسه څلور ماشومان وژل شوي دي،او تر یو سلو ډېر ناروغان یې د خیبر په مرکزی روغتون کې رجسټر شوي دي.

دوی وايي دغه ناروغي د خیبر په جمرود، ملاګوری، لواړګی، شلمان،خارغلی، او ذخه خیلو کې مخ په خوریدو ده، د خیبر ذخه خیلو سیمې یو تن شمس الوهاب آپریدی وايي چې،(( د دوی په کلي کې د شري له لاسه درې ماشومانې مروه، عمره او آسمه مړې شوې دي،او باید د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره چارواکي ګامونه پورته کړي))

د یادې سیمې یو بل تن کلیم وايي، چې(( زموږ په خپل کور کې څلورو ماشومانو ته شری لګېدلی دۍ، او دا نور مو روغتون ته راوړي دي چې د شري د وېکسینونو ټیکې ورته ولګول شوي، چې له ناروغۍ بچ شی))

د خیبر ایجنسۍ د حفاظتی ټیکو پروګرام انچارج محمد نقیب وايي، چې(( د خیبر یو شمیر سیمو ته مو ډلې استولې دي او خواو شا درې زره ماشومانو ته مو تر دې دمه د ویکسین لګولی دی،او چې د کومو سیمو نه هم د دغې ناروغۍ د شتون معلومات راځی نو موږ به ورته ټیمونه لیږو))

د خیبر په مرکزی روغتون کې ډاکټر خالد جاوید وايي چې د دغې ناروغۍ علامات دا دی چې د ماشوم سخته تبه وي،او په بدن یې د شري دانې راښکاره شي،او خوله یې پخه شي،))دوی وویل چې(( باید داسې ماشوم کوم متخصص ډاکټر ته وښودل شی اود علاج لپاره ورسره سلا مشوره وکړل شي خو د ټولو نه ښه خبره دا ده چې د شري ټیکه ورته د اول نه ولګول شي چې یاده نارغي یې بیا نه متاثره کوی))

د خیبر سیمې د حفاظتی ټیکو پروګرام چارواکو وویل چې د نهه میاشتو نه تر دولسو کالو پورې ماشومانو ته د شري د ویکسینو ټیکې لګول ډیر ضروري دي او د دوی په مرکزونو کې د دغه ویکسینو څه کمښت نشته،او باید ځايي خلک زموږ مرکزونو ته خپل ماشومان راورسوی چې د دغې ناروغۍ نه بچ شي.

یاده دې وی چې د پاکستان په سند،بلوچستان او پنجاب صوبو کې هم د شري نارغۍ ډیری ماشومان وژلي دي،او اوس په خیبر پښتونخوا قبایلی سیمو کې هم دغه ناروغی راخوره شوي ده.

XS
SM
MD
LG