د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید درې وسله وال ووژل





د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په خوشالي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په تازه برید کې لږ تر لږه درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

ځايي سرچینو او د پاکستان استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي، برید نن سهار شاوخوا لس بجې د میرعلي تحصیل د خوشالي سیمې په نیتاسي کلې کې رامنځ ته شوېده.

هغوی وايي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په دې سیمه کې یو داسې کور په درو توغندیو ویشتلی دی چې وسله وال په کې اوسېدل. د دوی په وینا ، د برید په نتیجه درې وسله وال وژل شوي دي.

بل پلو د پاکستاني امنیتي چارواکو بیا مشال راډیو ته په دې برید کې د وژل شوو مشکوکو وسله والو شمېر څلور ښودلی دی.

دا په روانه میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو څلورم برید دی. د دې تر څنګ په جنوبي وزیرستان کې هم دوه بریدونه شوي دي.

یوه اونۍ وړاندې د تیرې چارشنبې په شپه د جنوبی وزيرستان په واڼا کې په یو ډرون بريد کې د وسلوالو طالبانو يو مشر ملا نذير سره د خپلو ملګرو وژل شوی وو.

ملا نذیر له پاکستاني پوځ سره اوربند کړی وو او ویل کېږي چې د وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په څېر یې پاکستاني اهداف یې نه په نښه کول.

که څه هم پاکستان له ډورن بریدونو سره مخالف دی خو امریکا بیا وايي، چې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د وسله والو ډلو پر وړاندې چې د دوی په خبره په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونو کې کوي، د ویشتلو او له مینځه وړلو لپاره یوه د تر ټولو زوروره او اغېزمنه وسله ده.

XS
SM
MD
LG