د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس ملالې یوسفزۍ ته یوه مهمه جایزه ډالۍ کړه


د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزی له لیکوالې جولیا کریسټیوا سره یو ځای ولاړ دی چې کله یې د ملالې لپاره سیمان دې بوغوا ۲۰۱۳م کال جایزه ترلاسه کوله. ۹م جنوري ۲۰۱۳م کال
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزی له لیکوالې جولیا کریسټیوا سره یو ځای ولاړ دی چې کله یې د ملالې لپاره سیمان دې بوغوا ۲۰۱۳م کال جایزه ترلاسه کوله. ۹م جنوري ۲۰۱۳م کال




فرانسې د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ته د خپل هېواد یوه مهمه جایزه سیمان دې بوغوا ورکړله.

اې ايف پي خبري اژانس وايي، هغې ته د جایزه (اېوارډ) د نجونو د حقونو او آزاديو لپاره د هلو ځلو په کولو ورکړل شوې.

د خبر له مخې د ملالي يوسفزۍ په استازیتوب دغه جایزه د هغې پلار ضيالدين تر لاسه کړو.

په پيريس کي د جایزې اخستو دستورې ته په خپلو خبرو کې ضياءالدين وويل، چې طالبانو ته په کار ده چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي ځکه چې هغوی په خپلو هڅو کې اوس ناکامه شوي دي.

نوموړي وويل، چې د هغه لور ملالې يوسفزۍ ته د خدای او نړۍ مرستې حاصلې دي. او کله چې ملاله د وسله والو طالبانو په برید کې وغورځېده نو ټوله نړۍ راپورته شوه. له شماله تر جنوبه، له ختیځه تر لویدیځه ټوله نړۍ د هغې تر شا ودريده. خدای د هغې او د انسانيت او تعليمي پرمختګ د مقصد لپاره د هغې حفاظت وکړ.

پروسږ کال د اکتوبر په نهمه نېټه ملاله يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا په سوات مينګوره کې د سکول په بس کې کور ته روانه وه چې يو طالب وسله وال په ډزو په سر وویشته.


XS
SM
MD
LG