د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګېس نشته، خواړه په خشاک پخوو"



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد: په مارکيټ کې ايل پي جي (مایع پیٹرولیم گیس) د کمښت او نرخونو سيوا کيدو ورستو د قبايلي سيمو په شمول د خيبر پښتونخوا ولس د خوراک څښاک او نورو ضرورتونو لپاره د خشاک روايتي طريقي خپلې کړي دي.

له مردان سيمي سره تعلق لرونکې زربي بي وايي چې ايل پي جي سېلينډر د دوی لپاره يو ښه سهولت وو خو اوس په یې مارکيټ نشتوالی راغلی دی او مجبوره دي چې خشاک استعمال کړي.

،، د سېلينډرو دباو یا پريشر کم دی، که ګران وای او ملاوېدای نو ښه به خو دا ملاويږي هم نه او له کوره ورپسې خلک ليږه او انتظار کوه. نو هغه پخوانی دور راباندې راغلی دی، خشاک کاروو او هغه هم شين وي چې اور پرې نه بليږي. د دې له وجې مو سترګو کار پرې اېښی دی. نو چې کوم د سلينډرو راته لږ سهولت وو هغه هم رانه لاړو او خشاک خو داسې دي چې لکه د اوبو والې چې راوړي وي ،،

د لنډي کوتل سيمې یو بل تن ولي خان وايي، چې خشاک هم ګران شوي دي او ګيس هم نا پيده شوی دی، له حکومت سره صرف د خپلې ګټې فکر دی او ولس ترې هير دی.

،، اړ یو چې لرګي واخلو، په وړو کورنیو کې سېلينډر له لسو تر پنځلس ورځو زيات کار کوي خو په لویو کورنیو کې پنځه ورځې هم نه وهي، نو د دې له وجې موږ خشاک او ايل پي جي دواړه استعمالوو او داسې نور شيان لکه ټېرونه وغيره نو زموږ پرې کار وشي،،

د پيښور وسيدونکې عاليه بي بي مشال راډيو ته وويل چې د ګيس کم والې له وجې یې ورځنی ژوند ډير متاثره شوې دې.

،، ډير په تکليف کې يو ، خشاک هم ګران دی ، د ګيس له وجې ډوډۍ او چای مو بې وخته شولو. سېلينډر يې دومره ګران کړی دی، نو ګراني هم ډيره ده او سېلينډرو نرخونه هم ختلي دي،،
د ايل پي جي سلينډر ډيلر حضرت عمر شنوارې وايي حکومت په دي مسلې څه قابو نشته او چې کله نرخ سيوا شي نو د دوی کاروبار متاثرېږي.

،، زموږ کاروبار نيم په نيمه کم شوی دی، او په دې وخت کې به موږ څلور پنځه ټرکه ويستل او اوس د مياشتي يو ټرک وځي . نو دا خو عامه مسله ده چې کوم ځای کې پيداوار کم شي نو نرخونه اوچتيږي او زموږ حکومت په دې څه کنټرول نشي راوستلی ،،

د ايل پي جي ايسوسي ايشن مشر عبدالهادي وايي، چې په نړيوال مارکيټ کې د ايل پي جي کمښت دی او بل دلته يې مارکيټ کې ضرورت زيات دی نو ځکه يې نرخونه سيوا شوي دي.

،، بنيادي وجه دا ده چې په نړیوال مارکيټ کې نرخ اوچت شوی دی، ځکه ګيس دلته دستيابه نه دی، په تيره دسمبر مياشت کې لس زره ټنه ګيس درامد کړل شوی دی، د ګېس کارونکي زیات شوي دي او بله دا مسله د ژمي له وجې هم ده چې یو دوه مياشتې به دا تکليف وي بیا به ختم شي،،

د نوموړي په وينا که حکومت ايل پي جي کاروبار ته وده ورکړي نو هيله ده چې د سي اين جي او سوي ګيس کمښت به ايل پي جي پوره کړي.

XS
SM
MD
LG