د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې اووه مړي موندل شوي


د قبایلي سیمې شمالي وزيرستان د پوليټيکل انتظاميې په وينا، هلته د اووه کسانو مړي موندل شوي.

چارواکي وايي، دا مړي بېګا د دوسلي تحصيل په سروبي سيمه کې پر رزمک سړک غورځول شوي ول.

لا هم مالومه نه ده چې په ډزو وژل شوي دا کسان طالب وسله وال، سرکاري چارواکي او که عام وګړي دي.

د مالوماتو تر مخې، دا مړي په مرمیو ویشتل شوي دي او د ځینو مړو د بدن غړي هم ترې غوڅ کړل شوي دي.

د تېرې مياشتې پر وروستۍ نېټه د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې هم نهه مړي موندل شوي ول.

بیا وروسته تحريک طالبان پاکستان وويل دا د پاکستان د امنيتي ځواکونو په لاس وژل شوي د هغوی ملګري دي.

شمالي وزیرستان د حقاني وسله والې ډلې او القاعدې وسله والو مهم مرکز ګڼل کېږي.

په دې سیمه کې له کالونو راهیسې د پاکستان پوځ پروت دی.

په شمالي وزیرستان کې تر اوسه د وسله والو ضد عملیات نه دي شوي.

که څه هم نه ده مالومه چې تازه تر لاسه شوي مړي د چا دي خو په تېرو وختونو کې وسله والو د پاکستان امنیتي ځواکونو غړي وژلي دي.

تازه مثال یې له پېښور سره نېږدې په نیمه قبایلي سیمه کې د ۲۱ سرتېرو وژنه ده.

همدا راز، دا هم ویل کېږي چې ډېری وختونه د پاکستان پوځ هم وسله وال طالبان عدالت ته تر بیولو مخکې وژني.

په دې ترځ کې د حقونو نړیوالو ټولنو د پاکستان پوځ د سوات عملیاتو په اړه په بیا بیا تورن کړی هم دی.
XS
SM
MD
LG