د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن شاعر پیر ګوهر له نړۍ سترګې پټې کړې


د امن شاعر پیر ګوهر
د امن شاعر پیر ګوهر

پير ګوهر د نهې په ورځ د دسمبر پر اتمه نيټه ١٩٣٠ م کال د مردان په پيرانو کورنۍ کې يې د پير عبدالغفورشا کره سترګې غړولې وې.

غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه،مينه شي
ځار دې امريکا له روس ، روس دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه ،مينه شي

د دې شاهکار نظم خالق شاعر امن پير ګوهر له دې دنيا سترګې پټې کړې او د مردان د کسکورونو په لويه مقبره کې په ابدې خوب وده شو.

پير ګوهر د نهې په ورځ د دسمبر پر اتمه نيټه ١٩٣٠ م کال د مردان په پيرانو کورنۍ کې يې د پير عبدالغفورشا کره سترګې غړولې وې.او د ابتدايي زده کړو پس يې په پښتو ژبه کې بي اې انرز وکړ.

نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانګړی مقام ترلاسه کړی و او په مينه او امن يې کلک باور لرلو او ژوند يې له مينې او امن پرته نيمګړې ګڼلو او هم په دې سوب ورته رایټر ګلډ د امن شاعر خطاب ورکړ.

پيرګوهر د اتو کتابونو ليکونکې وو چې په کې لومړی مړې کتاب د شاعرۍ ،، ولولې ،، چې په ١٩٦٠ م کال کې خپور شوې وو دغه رنګ ،، ازغن سپرلى،، شاعري په کال ١٩٧٠ ،، پولۍ لاسونه ،،شاعري کال ١٩٧٢ ،، حق شعور ،، شاعري ١٩٨٦ ،، شلغاتى ،، نثر ١٩٨٧ ،، تصوف نوراني ،، نثر ١٩٨٩ ،، ژوندى انسان ،، نثر کال ١٩٩٢ او د طنز او مزاح ،، خرافات ،، نومې کتاب يې په کال ١٩٩٤ کې خپور کړى وو.

شاعران او اديبان د نوموړي مرګ د پښتو ژبې لپاره لوی زيان ګڼي او وايي، چې د پيرګوهر په رنګ شاعران او پوهان په سلګونو کلونو کې يو پيدا کيږي.

دامن شاعر پير ګوهر د مشال له خبریال سراج ظهیر سره
دامن شاعر پير ګوهر د مشال له خبریال سراج ظهیر سره


د مردان سيمې سره تعلق لرونکې شاعر او اديب غمګين ماياری وايي چې لوی دانشور او شاعر اديب د امن شاعر پير ګوهر د يو مکتب او اکيډمۍ حيثيت لرلو او له هغه څخه نه يواځۍ ما بلکې د مردان يو شمير شاعرانو ډير څه زده کړي وو او هغه د ادبي لارښود په حيث خپله ونډه ترسره کوله او ډير خلق يې د پښتو ادب اړخ ته راوستي دي او نن د هغه د تګ له وجې پښتو يتيمه شوه ، د مردان شاعران يتيمانان شول.

دغه رنګ د پخوانې د اطلاعاتو صوبايي وزير او شاعر او اديب عبدالسبحان خان مشال راډيو ته وويل چې د خوږ شخصيت څښتن د امن شاعر د نوي کول لپاره د يو لارښود درجه لرله او هغه خو د مينې او امن ملنګ شاعر وو او هم دا وجه وه چې د ده کلام د نړۍ په يو شمير ژبو کې ژباړل شوی.
ده وويل چې زه د هغه يو دوه شعرونه وړاندې کوم او تاسو وګورۍ په دې کې څومره لويه فلسفه پرته ده.

،، خلک خو وايي چې دلبر ښکلى دى
خو زه ويم نۀ ، زما نظر ښکلى دى
او يو کعبه جوړه کړه او بل بتان جوړ کړل
نو لاس د خليل کۀ د ازر ښکلى دى


د پښتو ژبې شاعر او اديب قمر راهي په ژړغوني اواز کې وويل چې د پير ګوهر د تګ له وجې نۀ يواځې ملا ماته شويده بلکې پښتو ادب ته ډير لوی او نۀ پوره کيدونکې نقصان رسولې دى.

هغه چې څومره لوی شاعر وو هومره لوی انسان وو
او نن دا د ټولو پښتنو غم دى.

ډرامه نګار ، شاعر او اديب حضرت زبير زبير هم خپل خيالات د مشال راډيو سره شريک کړل او ویې ويل چې پير ګوهر صيب زموږ د پښتو ژبې هغه مينه وال شاعر او اديب وو چې ټول عمر يې د خپل شعر په ژبه د مينې او امن او رورولۍ غږ خپور کړی دی او نن چې پښتني ټولنه په کوم خونړي ګرداب کې راګيره ده نو دا وخت دې ټولنې ته ضرورت د پيرګوهر غوندې شاعرانو دى چې هغوی د امن په حواله ليکونه وکړي.


د ذکر وړ ده چې دوه کتابونه د پير ګوهر د فن او شخصيت په اړه تاليف کړل شويدي چې په کې يو د امن شاعر -فن او شخصيت د غمګين ماياري دى، چې د افغانستان دولت لخوا خپور شوی دی او بل ګوهريات نوميږي چې افتاب ګلبن تاليف کړی دی چې په کې د پيرګوهر د ژوند او فن په اړه په ښه ډول عکاسي شويده.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG