د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه: د توپ ګولې په بیا بیا ولسي وګړي ژوبلوي




فرهاد شینواری مشال راډيو خیبر

د خیبر ایجنسۍ د باړې تحصیل د خلکو په وینا په سیمه کې یې پر عامو ودانیو د توپ ګولیو لګېدو پیښې زیاتې شوې دي.

دوی زیاتوي په دې وروستیو کې یو شمیر ولسی وګړي د دغو ړندو ګولیو ښکار شوي دي چې ځینې په کې ووژل شول، یو شمیر ژوبل شول او بیا ځینې په کې د ټول عمر له پاره معذوره شول.

د تېر ګل په ورځ هم د باړې په اکا خیلو سیمه کې د یوې داسې کورنۍ کسان په یوه ګولۍ ولګیدل چې د یو واده د مراسمو لپاره په یو ویګن کې روان ول، په هغه پیښه کې د کورنۍ مشر حاجی محبوب ووژل شو او نور ۱۵ کسان یې ژوبل شول، چې اوس د پیښور په خیبر ټیچنګ روغتون کې تر علاج لاندې دي. د ځپل شوې کورنۍ په ژوبلو کسانو کې د دریو کالو ماشومې نه تر شلو کالو پورې کسان شامل دي.

د ځپلې کورنۍ یوه میرمن راج مینه د توپ ګولۍ د پیښې په اړه مشال ریډیو ته وویل: (( خاوند مې په کې ووژل شو او بچی راته ژوبل پراته دي،اوس مې څوک نشته،په هغه پیښه کې مو د کورنۍ د کسانو پښې پرې شوې او د چا لاسونه پرې شول))

د ځپلې کورنۍ یو بل تن حنیف وايي: (( هیڅ نه پوهیږو چې امنیتي سرتیري ولې ولسي وګړي په نښه کوي، باید چې د عامو خلکو د په نښه کېدو مخه ونیول شي، او په کار ده چې چارواکي له موږ سره مالی مرسته وکړي چې د ژوبلو کسانو درملنه پرې وکړو))

د پیښې ژوبلو ماشومانو او ځوانانو د خپل نازک حالت له وجې له مشال راډيو سره خبرې و نه کړای شوې.

او د باړې سیمې د ولسی وګړو د په نښه کیدو د ستونځې په اړه د پاکستاني پوځ مطبوعاتی څانګې ( آی ایس پي آر) چارواکو هم له مشال راډيو سره له خبرو کولو ډده وکړه.

په باړه کې پر عامو خلکو د توپ ګولو د راپریوتو دغې ستونځې او یادې ځپل شوې کورنۍ سره د مرستې په باب د باړې د قامي اسمبلۍ غړي حمید الله جان اپریدی له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: (( موږ د باړې خلکو د دغه ستونځې په اړه د اسمبلۍ پر دریځ یا فلور هم خبرې کړې دي، او ټولو سرکاري ادارو ته مو ویلي دي چې د باړې ولسی وګړو په نښه کیدو نه دې ډډه وکړل شی)):

دی زیاتوي: (( د دې خلکو د پوښتنې پر موږ حق دۍ،او ما روغتونونو کې ورته ویلی چې وړیا علاج دې ورته ورکړل شي، او موږ به ورته زر نورې سرکاري مالي مرستې هم ورکړو))

یاده دې وي چې د خیبر اېجنسۍ په باړه تحصیل کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي، او د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ په کې د نښتو په مهال ولسی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي خو بیا دغه د باړې خلک وايې چې باید امنیتی سرتیري په دې سیمه کې د عامو خلکو په نښه کولو نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG