د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملا نذیز ډېر دښمنان لرل"





احمد شاه اعظمي مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د امنيتي چارواکو په وينا د جنوبې وزيرستان د طالبانو مشر ملا نذير د ډرون الوتکو په يوه بريد کې ووژل شو.

چارواکې زياتوي چې بريد د چارشنبې او پنج شنبې په منځنۍ شپه د جنوبي وزيرستان د بيرمل تحصيل په انګور اډه سيمه کې تر سره شو چې په ترڅ کې يې د ملا نذير سربېره د ده پنځه نور وسله وال ملګري هم ووژل شول.

د استخباراتي سرچينو په وينا ملا نذير د برمل سيمي اوسېدونکی و او په ۲۰۰۲م کال کې په واڼه کې مېشت شوی و او له دې ځای څخه يې وسله وال غورځنګ پیل کړی و. د نوموړي په اړه ويل کيږي چې يو خوا يې له دې سيمي څخه ګڼ شمېر احمد زي وزير قبايل و ايستل او بلخوا يې په ۲۰۰۷م کال کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ بهرني ازبک ترهګر ايستلی و. په پېښور کې د پاکستان د پوځ يو پخوانی چارواکی او د پوځي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ اسد منير وايي، ملا نذير په افغانستان کې مېشت د امريکايي پوځ په ضد جګړه کوله خو له پاکستان سره يې لاس يو کړی وو.

((ملا نذير خو جنګ کولو، افغانستان ته به تلی او هلته به يې د امريکا خلاف جنګ کولی خو د پاکستان خلاف يې حملې نه وې کړي. نو د ده دغه يو اهميت و او داسي کردار يې وو چې پاکستان ته پکې فايده وه. نو هغه فايده که ختم شي نو بيا به پاکستان په مشکلاتو کې راځي)).

د ملا نذير د وسله والو طالبانو ډلې د حکيم الله مسید تر مشرۍ لاندې د تحريک طالبان پاکستان سره هم ژور اختلافات درلودل او له پاکستاني پوځ سره يې جوړ جاړی کړی و. په پېښور کې مېشت د سيمه ايزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، ملا نذير په دې ورستيو کې يو شمېر دښمنان پيدا کړي وو او څرګند فعاليت يې نشوای کولای.

((ملا نذير ته به هر وخت خطره وه. يو خو د تحريک طالبان پاکستان سره يې هم اړيکې ښې نه وې، بل خپل قوم کې هم څه خلک داسې دي چې ده له خپلي سيمي نه ايستلي ول. بل ازبک هم د ده خلاف وو. بلخوا د پاکستان له حکومت سره يې اړيکې دومره ښه نه وې چې په يو بل يې اعتبار کولای شو. امريکايانو هم کوښښ کاوه چې دی مړ کړي. نو د ده په دغه سيمه کې دښمنان ډېر زيات وو. او تر دا اوسه پوري دی بچ و خو آخر دغه ميزايل حمله کې له مينځه لاړو)).


دا چې د نوموړي تر وژل کېدو وروسته به د هغه ډله کومه تګلاره خپلوي؟ که څه هم د سيمه ايزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی نظر لري چې دوی به اوس په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو په ضد عمليات تيز کړي او وبه نه غواړي چې د پاکستاني پوځ په ضد په بريدونو کولو سره خپله سيمه ناامنه کړي او کډي کولو ته مجبوره شي. خو بلخوا د پوځي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ اسد منير وايي د مشر نه لرلو له کبله به ياده ډله اوس د پاکستاني پوځ په ضد بريدونه پيل کړي او د امريکايانو په ځای به له دوی څخه د بدل اخستلو هڅه وکړي.

((تر ټولو مخکې خو به د ملا نذير خلک چې پر پاکستاني پوځ يې حملې نه کولې، هغوی به اوس په احمد زي وزير علاقه کې کوښښ کوي چې د پوځ پر چوکيانو، سپاهيانو او د هغوی پر ځايونو حمله وکړي. بل دا دی چې هلته به يو انتشار پيدا شي تر څو پوري چې دوی يو بله راضي نامه ونه کړي چې يو سړی چې د هغه ځای نيسي نو هغه سره به معاهده په کار وي. که هغه ونشوه نو بيا به پاکستان ته او د پاکستان پوځ ته ډېر زيات مشکلات پيښيږي، ځکه چې دوی به وايي چې په امريکايانو خو مو وس نه رسيږي نو ستاسو نه به بدل اخلو)).

ملا نذير چې دولت پلوه طالب مشر ګڼل کېدی، تر دې وړاندي هم په ډرون بريد کې خوندي پاتې شوی و او په دې وروستو کې څه باندي يوه مياشت وړاندي هم په يوه ځانمرګي بريد کې ټپي شوی وو.

XS
SM
MD
LG