د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د دوه لويو پروژو پرانسته وشوه




بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د کوکنارو کښت مخينوي په خاطر د لسو ميلونو ډالرو په اززښت د ننګرهار په کامه او بهسود ولسواليو کې د دوه پروژو پرانسته وشوه. لومړۍ پروژه د بهسودو ولسوالۍ کې شنې خونې(ګرين هاسونه) دي چې په ۱۲۰ زره متره مربع ځمکه باندې به جوړيږي او دويمه هغه يې د کامې په ولسوالۍ کې د چرګانو د ۱۰۰۰ عدده کورنيو فارمونو جوړول دي.

دا پروژې چې د کارډ اف په نوم د يوه پروګرام لاندې تطبيقيږي، د څلورو وزارتونو، زراعت، د نشيي توکو پر ضد مبارزې د کليو پراختيا او ماليې وزراتونو په ګډه همکارۍ سره پلي شوې.

په همدې موخه ننګرهار ته د يادو وزراتونو وزيزان د چارشنبې په ورځ راغلي وو.

د نشيي توکو ضد مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وويل، چې د پروژو پلي کولو موخه یې په سيمه کې د کوکنار د کښت بديل دی.
دی وايي:

«د دې پروژو کتنه مو د دې لپاره وه چې څنګه د کوکنار کښت د مخينوي په غرض زميندارو ته يوه ښه فرصت برابر کړو. او څنګه د زميندارو عوايد په سيمه کې لوړ کړو او د يوه زنځير په بڼه حاصلات تر مارکيټه ورسوو. دغه حرکت چې د څلورو وزارتو له خوا پيل شوی کولای شي چې زموږ زراعت ته پراختيا ورکړي.او کولای شي چې د کوکنارو د کښت بديل شي.»

د زراعت او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي وويل چې په کامې ولسوالۍ کې به د سلو چرګانو په ورکولو سره۱۰۰۰ کورني فارمونه جوړوي.

دی وايي:

«۱۰۰۰ کورنې فارمونه چې هر يو به يې سل چرګې ولري، جوړوي او د دې په خوا کې به په جلال اباد کې د چرګانو د دانې د توليدولو او د چرګوړو جوړولو ماشينونه په راتلونکي کال کې جوړوي چې څو ميلونه ډالره لګښت به پرې راځي، له دانې، چرګوړو، د غوښې توليد او ان تر مارکيټ پورې رسول د دغې پروژې له لارې موږ لرو. تمه ده چې د دې ټولو په بشپړيدو به دا د افغانستان لپاره يوه ښه لاسته راوړونه وي.»

د ماليې وزير عمر زاخيلوال په زميندارو غږ وکړو چې د دولت له تخنيکي مرستو دې ګټه پورته کړي.

« په دغه لاره کې به لس ميلونه ډالر مصرفيږي. د حکومت په تخنيکي مرسته بزګران کولای شي چې له دغه پروګرامه ګټه پورته کړي چې هم په کې خپل ځان بوخت کړي هم په کې خپل اولاد مصروف کړي او هم له دغې لارې يوه ښه ګټه ولري»

د کليو د پراختيا وزير ويس برمک په خپلو خبرو کې وويل چې په دغه پروژو کې د کليو د پراختيا وزرات د اوبو رسولو او په کليو کې د سرکونو جوړولو دنده په غاړه لري چې په ښه توګه به يې تر سره کړي.

د کارډ اف پروګرام چې د تيرو دريو کلونو راهيسې په افغانستان کې پيل شوی، د نشيي توکو ضد مبارزي وزارت يې مشري په غاړه لري او د ماليې وزارت يې مالي برخه تمويلوي. د زراعت وزرات يې د پروژو په تطبيق کې همکاري کوي او د کليو پراختيا وزارت يې د اوبو رسولو او په کليو کې کروندو ته د سرکونو جوړولو چارې پر مخ بيايې.

XS
SM
MD
LG