د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسلوالو طالبانو زیاتېدونکي بریدونه




په دا نزدو کې وسله والو طالبانو په عامه توګه په ګرد پاکستان خو پتېره، خیبر پښتونخوا او قباييلي سيمو کې خپل فعاليتونه ډير تند کړي دي، که يو خوا په پاکستان کی د موجوده حکومت د آيني مودې ختميدو پس د ټولټاکنو خبرې کېږي نو بلخوا د وسله والو طالبانو د شرطییه خبرو آوازې هم دي.

کار پوه او شنونکی خادم حسين وايي، داسې ښکاري چې د وسله والو طالبانو د زیاتېدونکو فعاليتونو وجه دا ده چې په راتلونکو ټولټاکنو کې سيکولر ګوندونه له انتخاباتي منډو ترړو لرې وساتي او خپلو هم نظره ګوندونو ته ګټه ورسوي.

دا چې وسله والو طالبان خپل فعاليتونه تند او زيات کړي دي، نو د دغه هيواد امنيتي او استخباراتي ادارې د دوی مخه نيولو کې ولې ناکامه شوي دي، په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه او پخواني بريګېډییېر محمود شا ه وايي، څنګه څنګه چې وسله وال خپل جنګي ټيکتيکونه بدلوي نو پاکستاني امنيتي ادارو ته هم په کار ده چې خپلو تګلارو کې بدلون راولي. دا مهال د پاکستاني پوليسو سره چې کومه وسله ده هغه د زړې زمانې د ښکاريانو د وسلو غوندې ده، په دا ډول وسلو د تخريب کارو مقابله نه شي کېدای.


خو په پیښور کې خبريال او څیړونکی رحيم الله يوسفزی بیا وايي، دا ډيره د حيرانتيا خبره ده چې په دې ورستوو کې چې کومې لويې پېښې شوې دي د هغو پړه خو تحريک طا لبان پاکستان پر غاړه اخستي ده خو د وړو وړو پیښو نه خو څوک پړه پر غاړه اخلي او نه يې وجه مالومه ده. ترکومه چې د ټولټاکنو خبره ده نو دا به د وخت نه مخکې خبره وي، خو داسی ښکاري چې طالبان هغه ګوندونه چې ددوی مخالف ګڼل کیږی د هغوی لاره نيول غواړي.

کارپوه خادم حسين وايي چې تر کومه د وسله والو طالبانو د رسد لارې نه وې تړل شوې او د پاکستان د استخباراتي او امنيتي ادارو په منځ کې ربط نه وي پياوړي شوی تر هغو دغه ياغي مفکورې ته ماتې نه شي ورکول کیدلای.

مجید بابر مشال راډيو پراګ

XS
SM
MD
LG